د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له پاکستانه راوړل کېدونکې د مزایل ٤٠ مرمۍ نيول شوې

له پاکستانه راوړل کېدونکې د مزایل ٤٠ مرمۍ نيول شوې

Mar 20, 2019 - 12:19

جلال اباد (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مسوولين وايي، سرتېرو يې د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې څلوېښت د مزايل مرمۍ نيولې دي.

چارواکي وايي، يادې مرمۍ له پاکستانه افغان خاورې ته را انتقال شوې وې او په تړاو يې درې کسان هم نيول شوي دي.

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل د کب په ۲۹مه په همدې موخه د يادې لوا په انګړ کې رسنيو ته معلومات ورکړل.

هغه وويل، د دې لوا اړوند د شپږم کنډک منسوبينو د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو ډاډسن موټر کې بار د مزایل څلوېښت مرمۍ نيولې دي.

نوموړی زياتوي، د يادو مرميو د انتقال په تړاو درې کسان نيول شوي چې اوس په سرحدي لوا کې تر نظارت لاندې دي.

حسين خېل وايي، يادې مرمۍ له پاکستانه د تخريبي کړنو په خاطر افغان خاورې ته انتقال شوې وې.

د سرحدي ځواکونو قوماندان ډاډ ورکړ چې د ولسمشر او دفاع وزارت د لارښوونو او امر پر بنسټ يې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت غوره کړی چې له امله يې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او  د ډېرو بريدونو مخه يې هم نيولې ده.

د سرحدي ځواکونو له لوري نيول شوي کسان، مزايل مرمۍ او هغه موټر هم رسنيو ته وښودل شول چې يادې مرمۍ يې په کې نيولې وې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement