لښکرګاه (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): د نږدې ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې چې ورسره به درې زره زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته د هلمند د ښار جوړونې رييس عصمت الله مرادي وويل چې دغه ښوونځي د لښکرګاه ښار د بي ټو ون سيمه کې د يوه کال په موده کې جوړېږي.
د هغه په وينا، دغه ښوونځى په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ١٤،٧ ميليونه افغانۍ لګښت پرې کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ښوونځي د درې زره زده کوونکو لپاره د زده کړې اسانتياوې په پام کې نيول شوي دي.
په دې غونډه کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې ولسمشر د دغه ولايت د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده چې له مخې به يې په نږدې راتلونکي کې په يو شمېر ولسواليو کې هم د ښوونځيو د جوړولو چارې پيل شي.
والي وايي: ((موږ له ټولو شرکتونو د پروژو د تطبيق په برخه کې معياري کار غواړو، که چا غير معياري کار وکړ، نو کار يې بندو او قانوني چلند ورسره کوو.))
په ياده غونډه کې د هلمند د پوهنې رييس محمد داوود شاه صفاري وويل چې په دغه ولايت کې د ٩٦ ښوونځيو جوړول منظور شوي دي.
صفاري زياته کړه: ((د خلکو په مرسته مو د دغو ټولو ښوونځيو لپاره ځمکې پيدا کړې دي چې يو په بل پسې به جوړ شي.))
د بي ټو ون لېسې مدير کريم الله صاحبزاده وويل چې له دې مخکې په دې سيمه کې ښوونځي ودانۍ نه درلوده.
ده وويل: ((اوس له خيره سره د ښوونځي ودانۍ جوړېږي، شاګردان به سم درس و وايي، مخکې خو په خېمو کې کېناستل.))
د يادونې ده، په هلمند کې شاوخوا څلور سوه ښوونځي دي چې نږدې سل يې د نا امنيو له امله تړل شوي او ٤٠ سلنه يې ودانۍ نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن