ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د کابل- ګردېز لویې لارې امنیت تر پخوا ښه شوی

چارواکي: د کابل- ګردېز لویې لارې امنیت تر پخوا ښه شوی

author avatar
20 Mar 2019 - 14:52
چارواکي: د کابل- ګردېز لویې لارې امنیت تر پخوا ښه شوی
author avatar
20 Mar 2019 - 14:52

پل علم (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): د لوګر والي وايي چې د نوي امنيتي پلانونو او د مسوولينو د بدلون په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې د کابل- ګردېز لويې لارې امنيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوى دى.

له دې مخکې څو ځلې پژواک د يادې لارې د نا امنۍ په اړه د خلکو شکايتونه خپاره کړي وو چې په پايله کې يې د دې لارې د امنيت د ټينګښت په موخه پوځي عمليات هم ترسره شول.

په دې اړه د لوګر والي محمد انور اسحاقزي د کب په ٢٩مه مرکز پل علم کې خبريالانو ته وويل چې په دې وروستيو د کابل- ګردېز لويې لارې د امنيت د ټينګښت په موخه يو لړ عمليات هم ترسره شول.

هغه وايي: ((د عملياتو تر څنګ مو ځيني مسوولين هم بدل کړل او منظم امنيتي پلانونه مو جوړ کړل چې اوس د دغه ولايت په مربوطاتو کې د کابل- ګردېز لويه لار امن ده.))

والي دا هم وويل چې د امنيتي مسوولينو ترمنځ همغږي او له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لامل شوي دي.

دغه راز په دې غونډه کې د لوګر د ملي امنيت رييس جنرال امير جان ناصري وويل چې څه موده وړاندې د لوګر امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ و او خلکو د لويو لارو د نا امنو په اړه شکايتونه درلودل.

هغه وايي: ((د همدې ستونزې د حل لپاره موږ ځيني هوايي او ځمکني عمليات وکړل چې له مخې يې اوس امنيت ډېر ښه شوى دى.))

ناصري د لوګر اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کال کې به د دغه ولايت امنيت تر بل هر وخت ښه وي.

همدارنګه د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې په دې وروستيو کې امنيت وضعيت ښه شوى دى.

نوموړي زياته کړه: ((خلک امنيت غواړي، موږ د خپلو امنيتي مسوولينو وروستي فعاليتونه ستايو خو غوښتنه مو دا ده چې دغه فعاليتونه بايد ډېر شي.))

بل لور ته د يادې لارې يوه موټر چلوونکي جمال هم پژواک ته وويل چې د کابل- ګردېز لارې امنيت د لوګر په مربوطاتو ښه شوى دى.

دى وايي: ((پخوا به موږ ډېر په تشويش له لوګر نه تېرېدو خو شاوخوا يوه مياشت کېږي چې کومه پېښه مو نه ده ليدلې او اوس په ډاډه زړه تېرېږو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.