د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار ته په ورکړل شوو بورسونو کې عدالت نه کېږي

کندهار ته په ورکړل شوو بورسونو کې عدالت نه کېږي

Mar 20, 2019 - 14:25

کندهار (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): هر کال کندهار او سوېلي زون ته په لسګونو بهرني تحصیلي بورسونه ورکول کېږي خو د دغه ولایت اوسېدونکي یې د وېش او ازموینې پر پروسې نیوکې لري.

په دې اړه شکایتونه داسې مهال کېږي چې هندوستان سږ کال د سوېلي زون لپاره ۲۵۰ تحصیلي بورسونه اعلان کړي چې پخوا دغه  شمېره کمه وه.

خلک غوښتنه کوي چې د دې او نورو بهرنیو تحصیلي بورسونو وېش دې عادلانه او د ازموینې پروسه دې یې رڼه شي.

په کندهار کې د ملالۍ په نوم د خصوصي زده کړو د موسسې رییس پوهنیار عبدالمالک نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه د بهرنیو تحصیلي بورسونو په برخه کې خصوصي سکتور ته ونډه نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو سره په دې او نورو برخو کې د میرې مور چلند کوي.

د ده په خبره، هر کال د سوېلي زون لپاره لسګونه بهرني بورسونه اعلانېږي خو کله هم له خصوصي پوهنتونونو څوک نه دي ورته انتخاب شوي.

دی وايي، د دولتي پوهنتونونو تر څنګ خصوصي پوهنتونونه هم حق لري چې خپل محصلین د دغو بورسونو له لارې بهر ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږي، څو په دې توګه خصوصي پوهنتونونه هم په پښو ودرېږي او علمي معیار یې لوړ شي.

نيازي غوښتنه کوي چې بورسونه دې په عادلانه توګه ووېشل شي او هر چا ته د هغوی له وړتیاوو سره سم ونډه ورکړل شي.

بلخوا ګڼ شمېر ځوانان هم شکایت کوي چې د دغو بورسونو لپاره د ازموینې پروسه رڼه نه ده او ډېر مهال هغه کسان لار ورته پیدا کوي چې واسطه ولري او یا د چارواکو له کورنیو څخه وي.

ارشاد احمد یو له هغو کسانو دی چې له دوولسم ټولګي فارغ شوی او غواړي د تحصیلي بورس له لارې په کوم بهرني هېواد کې زده کړې وکړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال یې د پاکستان هېواد د تحصیلي بورس لپاره امتحان ورکړ، په داسې حال کې چې وړتیا هم لري خو بریالی نه شو.

دی وايي، ډېر مهال لیدل شوي چې د دغو بورسونو له لارې داسې ځوانان بهر ته د زده کړو لپاره تللي چې وړتیا نه لري چې اخر د تېښتې په لټه کې وي او یا هم هسې خپل وخت تېروي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ډېر مهال د دغو بورسونو د ورکړې لپاره پیسې هم لاندې باندې کېږي چې زور او واسطه لرونکي کسان یې پر نورو پلوري.

نوموړی غوښتنه کوي چې د بهرنیو بورسونو ورکړې او ازموینې پروسه دې شفافه شي څو د هېواد هغه ځوانان لار ورته پيدا کړي چې په رښتونې توګه یې استعداد لري او هېواد ته د خدمت تمه ورڅخه کېږي.

د کندهار د بهرنیو چارو رییس محمد ظاهر الکو پژواک خبري اژانس ته وویل، بهرني بورسونه دوه ډوله دي یو یې هغه دي چې د لوړو زده کړو د وزارت له خوا اعلانېږي او دویمه هغه دي چې په خپله په کندهار کې د بهرنیو هېوادونو د کونسلګریو له خوا اعلانېږي.

دی وايي، له خپله اړخه یې هڅه کړې ده چې د بهرنیو بورسونو وېش عادلانه او د ازموینې پروسه رڼه وي.

د ده په خبره، د کونسلګریو له خوا بورسونه په انلاین توګه اعلانېږي چې هر څوک نوم لیکنه ورته کولای شي.

د ده په خبره، هر څوک چې د دغه بورسونو لپاره نوم لیکنه کوي ټول اسناد یې د کونسلګرۍ له لارې اړوند سفارت او بیا د هماغه هېواد د لوړو زده کړو وزارت ته لېږل کېږي او ازموینه یې هم د کونسلګرۍ له خوا اخیستل کېږي.

دی وايي، دغه پروسه داسې ده چې یوازې په کې وړتیا او او استعداد په کې په نظر کې نیول کېږي نه واسطه او زور.

خو الکو وايي، تل یې هڅه کړې ده چې د دې سیمې لپاره ډېر بورسونه تر لاسه کړي او د هر هېواد سفیر چې کندهار ته سفر کوي نو دوی تر ټولو لومړی همدا غوښتنه ورڅخه کوي.

که څه هم نوموړی داسې شمېرې نه لري چې وښيي هر کال سوېلي زون ته څومره بهرني بورسونه ورکول کېږي خو ویې ویل هند، ایران، پاکستان چین، ترکیه، ترکمنستان او په دې وروستیو کې مالیزیا هر کال د دې حوزې لپاره لسګونه تحصیلي بورسونه اعلانوي.

په دې وروستیو کې هند د سوېلي زون د ټولو ولایتونو لپاره خپل ۲۵۰ بورسونه اعلان کړي په داسې حال کې چې پخوا د دې حوزې د هر ولایت لپاره یوازې ۲۵ بورسونه وو.

په دې اړه د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو بورسونو اعلان په کندهار کې د هندوستان جنرل کونسل مدن سينګ بهانداري د کندهار له والي حيات الله حيات سره په ليدنه کېوکړ.

دی زیاتوي، ولایتي اداره هڅه کوي دغه بورسونه په عادلانه توګه ووېشل شي او د یوې رڼې ازموینې له لارې ورته وړتیا لرونکي کسان لار پيدا کړي.

نوموړی هم وايي چې د بهرنیو هېوادونو د کونسلګریو له خوا بورسونه په انلاین توګه اعلانېږي او په انلاین توګه ورته نوم لیکنه کېږي چې له واجد شرایط کسانو ازموینه هم د کونسلګرۍ له خوا اخیستل کېږي.

ده دا رد کړه چې ګواکې دغو بورسونو ته یوازې واسطه لرونکي کسان کامیاب کېږي، بلکې و یې ویل چې هر څوک کولای شي دغو بورسونو ته نوم لیکنه وکړي او په خپله وړتیا لار ورته ومومي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement