ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ته په ورکړل شوو بورسونو کې عدالت نه کېږي

کندهار ته په ورکړل شوو بورسونو کې عدالت نه کېږي

author avatar
20 Mar 2019 - 14:25
کندهار ته په ورکړل شوو بورسونو کې عدالت نه کېږي
author avatar
20 Mar 2019 - 14:25

کندهار (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): هر کال کندهار او سوېلي زون ته په لسګونو بهرني تحصیلي بورسونه ورکول کېږي خو د دغه ولایت اوسېدونکي یې د وېش او ازموینې پر پروسې نیوکې لري.

په دې اړه شکایتونه داسې مهال کېږي چې هندوستان سږ کال د سوېلي زون لپاره ۲۵۰ تحصیلي بورسونه اعلان کړي چې پخوا دغه  شمېره کمه وه.

خلک غوښتنه کوي چې د دې او نورو بهرنیو تحصیلي بورسونو وېش دې عادلانه او د ازموینې پروسه دې یې رڼه شي.

په کندهار کې د ملالۍ په نوم د خصوصي زده کړو د موسسې رییس پوهنیار عبدالمالک نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه د بهرنیو تحصیلي بورسونو په برخه کې خصوصي سکتور ته ونډه نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو سره په دې او نورو برخو کې د میرې مور چلند کوي.

د ده په خبره، هر کال د سوېلي زون لپاره لسګونه بهرني بورسونه اعلانېږي خو کله هم له خصوصي پوهنتونونو څوک نه دي ورته انتخاب شوي.

دی وايي، د دولتي پوهنتونونو تر څنګ خصوصي پوهنتونونه هم حق لري چې خپل محصلین د دغو بورسونو له لارې بهر ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږي، څو په دې توګه خصوصي پوهنتونونه هم په پښو ودرېږي او علمي معیار یې لوړ شي.

نيازي غوښتنه کوي چې بورسونه دې په عادلانه توګه ووېشل شي او هر چا ته د هغوی له وړتیاوو سره سم ونډه ورکړل شي.

بلخوا ګڼ شمېر ځوانان هم شکایت کوي چې د دغو بورسونو لپاره د ازموینې پروسه رڼه نه ده او ډېر مهال هغه کسان لار ورته پیدا کوي چې واسطه ولري او یا د چارواکو له کورنیو څخه وي.

ارشاد احمد یو له هغو کسانو دی چې له دوولسم ټولګي فارغ شوی او غواړي د تحصیلي بورس له لارې په کوم بهرني هېواد کې زده کړې وکړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال یې د پاکستان هېواد د تحصیلي بورس لپاره امتحان ورکړ، په داسې حال کې چې وړتیا هم لري خو بریالی نه شو.

دی وايي، ډېر مهال لیدل شوي چې د دغو بورسونو له لارې داسې ځوانان بهر ته د زده کړو لپاره تللي چې وړتیا نه لري چې اخر د تېښتې په لټه کې وي او یا هم هسې خپل وخت تېروي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.