کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٧) : پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومته غوښتي دي چې د ښه نيت په موخه دې د طالبانو بنديان خوشې کړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې طالبانو تېره ورځ د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ جګړه کې نيولي د ملي اردو ٥٨ بنديان خوشې کړل.
حامدکرزي د طالبانو ددې اقدام هرکلى کړى او د طالبانو دغه عمل يې په هېواد کې د سولې لپاره نېک اقدام بللى دى.
هغه د افغانستان له حکومته غوښتي چې په هېواد کې د جنګ د ختمولو، د سرتاسري سولې د تأمین او د افغانستان د خلکو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د لا ټینګښت لپاره له بند څخه د طالبانو د بندیانو په ازادولو سره خپل حسن نیت څرګند او د سولې له روانو مذاکراتو ملاتړ وکړي.
بلخوا طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پروان ولايت په بګرام زندان کې يو بندي طالب د ناروغۍ له امله مړ شوى دى.
دوى ادعا کړې چې ددغه بندي طالب ناروغي ددرملنې وړ وه، خو حکومتي مسوولينو ناغېړي کړې ده.
حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن