ترینکوټ (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٨): د اروزګان امنیه قوماندان وایي، د نوي کال پیل کې به د اروزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د طالبانو ځپلو لپاره پوځي عملیات زیات او ګڼې سیمې به تر دولتي حاکمیت لاندې شي.
سمونوال خطاب خنجري دغه څرګندونې د نوي کال په لومړۍ ورځ له ګډو ځواکونو څخه جوړ د پوځي مانور د ترسره کولو پر مهال وکړې.
خنجري وويل، پلان لري د اروزګان په ټولو سیمو کې د طالبانو د ځپلو لپاره پوځي عملیات ترسره کړي، لویې لارې او سیمې ونیسي او په دې سره طالبان وځپي.
دغه پوځي قوماندان چې تازه یې د اروزګان د پولیسو مشري په غاړه اخیسته، د امنیتې ځواکونو په لیکو کې د ژور بدلون او اصلاحاتو یادونه هم کوي.
د ده په وينا، هغه پولیس چې په خپلو دندو کې غلفت کوي، په اداري او اخلاقي فساد اخته وي او یا هم د خلکو د ځورونې سبب کېږي، د پولیسو له لیکو څخه به لیرې او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
امنیه قوماندان وایي، لا هم د دوی اړوند سلګونه میله سپکې او درنې وسلې د نامسووله کسانو په واک کې دي چې دوی یې د راټولولو لپاره پلان لري.
خنجري زياتوي، هغه کسان چې د پولیسو وسلې په ناقانونه توګه ورسره دي، باید هغوی ته یې وسپاري او که نه وي، نو دوی د یادو کسانو پر وړاندې د عملیاتو چمتووالی لري.
نوموړي طالبانو ته هم ګواښ وکړ، که سوله ونه کړي، وبه ځپل شي.
ده وويل، د خالد په نوم د طالبانو پر وړاندې نوي چاڼیز عملیات پیلېدونکي دي او پلان لري د یادو عملیاتو په چوکاټ کې د هغوی پر وړاندې وجنګیږي.
پرون د کورنيو چارو وزارت د هېواد په کچه د مخالفينو د ځپلو لپاره د خالد په نوم د عملياتو پيلولو اعلان وکړ.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دې عملياتو ته په غبرګون کې ويلي چې د دې عملیاتو اعلان یوه نمایشي هڅه ده چې غواړي خپلو عسکرو ته روحیه ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن