دويم تعقيب – کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ٩٨): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل ښار د کارته سخي سيمې په درېيو ماين چاودنو کې شپږ تنه وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.
دغه چاودنې نن سهار نهه نيمې بجې د درېيمې حوزې اړوند کارته سخي سيمه کې رامنځ ته شوې دي.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي وايي، د درېيمې حوزې اړوند د علي اباد روغتون او کارته سخي په ساحو کې له مخکې ځاى پر ځاى شوي درې ماينونه چاودلي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار په خپل ټويټر پاڼه کې کښلي چې تراوسه پورې له دې پېښې د کابل روغتونونو ته شپږ جسدونه او ٢٣ ټپيان لېږدول شوي دي.
د دې چاودنو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
خو له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني مزارشریف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په مراسمو کې له دې دردناکې پېښې څخه له خبرېدو وروسته سخت خواشینی شو اود دې جنایتکارانه او د افغانانو د عنعنوي او فرهنګي ارزښتونو ضد عمل د غندنې پرمهال یې وویل، د نوروز او نوي کال د نمانځې پر جشن ترهګريز برید د افغانستان د خلکو لرغونو ارزښتونو او عنعنوسره ښکاره دښمني ده.
ده ويلي: "وحشي تروریستانو د دې ډول جنایتکارانه اعمالو په ترسره کولو سره یو ځل بیا د افغانانو له خوښۍ او آرامۍ سره خپله ښکاره دښمني په ډاګه او دا یې ثابته کړه چې له بشري ضد او ظالمانه اعمالو څخه لاس نه اخلي."
نوموړي د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې ټپیانو ته د عاجلې رسېدګۍ په موخه له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.
د يادونې وړ ده چې په ياده سيمه کې هر کال د لمريز کال په لومړۍ ورځ د نوروز جشن نمانځل کېږي.
تېر کال هم په همدې سيمه کې ځانمرګى بريد وشو چې ۳۱ کسان په کې ووژل شول او نږدې ۶۵ نور يې ټپيان کړل. د دغه بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن