کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیته ۹۸) : ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د نوروز لرغوني جشن کې تر ګډون وروسته د مزارشریف ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژې د بنسټ ډبره هم کېښوده.
د یادې پروژې د بنسټ اېښودو په مراسمو کې لومړی د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان وویل، دا پروژه په افغانستان کې د انرژۍ او ګازي برېښنا د تولید په برخه کې د خصوصي سکتور لومړنۍ پروژه ده. نهان زیاته کړه په دې پروژه کې به په مستقیم او غیرمستقیم ډول پنځه زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.
وروسته د غضنفر ګروپ رئیس محمداسماعیل غضنفر وویل، افغانان د ملي یووالي حکومت پر مهال د حیاتي پروژو شاهدان دي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې لومړی فاز ۵۰ میګاواټه برېښنا او دویم فاز به یې ۲۰۰ میګاواټه ظرفیت ولري چې لومړی فاز به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.
ولسمشر غني د افغانستان پر راتلونکي د غضنفر ګروپ له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل، نن غضنفر ګروپ د افغانستان پټه انرژۍ راېستلې او د هېواد د تحرک په برخه کې کاروي.
هغه څرګنده کړه، انرژي د زېربناو، زېر بنا ده او افغانستان د لمر، باد او ګازو د انرژۍ د تولید مهمې منابع په واک کې لري.
ولسمشر وویل: په هره اندازه چې د انرژۍ تولید زیاتېږي، تقاضا هم زیاتېږي. هغه زیاته کړه د کرنې پراختیا د انرژۍ د تولید پورې تړلې ده.
اشرف غني څرګنده کړه، دولت د خصوصي سکتور ملاتړی دی او له دې سکتور سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی، دغه راز یې خصوصي سکتور ته د بازار موندنې په برخه کې له هېواده بهر هم هڅې کړي دي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، د سولې راتلونکی په کارموندنه او اقتصادي ودې پورې تړلی او د بې وزلۍ له محوه کولو پرته سوله امکان نه لري.
دغه راز د هېواد جمهوررئیس بلخ ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د پټۍ په پرې کولو سره د دې ولایت د مقام ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د بلخ ولایت پنځه پوړیزه ودانۍ ښارجوړولو او ځمکو وزارت پر ۱۶۸۰متر مربع ځمکه د ۲۷۴ میلیون افغانیو په لګښت خانۀ سبز ساختماني او سړک جوړولو شرکت په اساسي ډول جوړه کړې.
یاده ودانۍ ۴۷ کاري ځانګړې کاري څانګې، د غونډو ۳ سالونونه، ۴ مجهز پخلنځایونه، ۴۲ عصري تشنابونه، د لفټ امکانات او د وسایطو لپاره تم ځای هم لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن