ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا، لوګر او غزني کې د ٣٥ وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو

په پکتيکا، لوګر او غزني کې د ٣٥ وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
21 Mar 2019 - 15:43
په پکتيکا، لوګر او غزني کې د ٣٥ وسله والو د وژلو خبر ورکړل شو
author avatar
21 Mar 2019 - 15:43

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٨): د ٢٠٣ تند قول اردو قومندانۍ په پکتيکا، لوګر او غزني کې د ٣٥ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکوي.

له دې قومندانۍ څخه نن (پنجشنبه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت په اومنې ولسوالۍ کې لس وسله وال مخالفین وژلي او درې يې ژوندي نیولي دي.

سرچينه کاږي، دغه راز يې له هغوى یوه پیکا، دوه راکټ اندازونه او ١١ کلاشينکوفونه هم ترلاسه کړي دي.

سرچينه دغه راز زياتوي چې د ایتلاف هوایي ځواکونو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې پر وسله وال مخالفینو هوایي برید ترسره کړی چې درې وسله وال مخالفین په کې وژل شوي دي.

سرچينه کاږي، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د امنیتي ځواکونو یو سرتېری برسیرن ټپي شوی دی.

د ٢٠٣ تند قول اردو قومندانۍ په يوې بلې خپرپاڼه کې بيا راغلي چې افغان ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې څلور وسله وال مخالفین وژلي دي.

سرچينه زياتوي، له هغوى څخه یوه پیکا، یوه کلاشينکوف د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او ١٥٠ بورۍ چرس نیول شوي او په سیمه له منځه وړل شوي دي.

په دې خبرپانه کې دغه زياته شوې چې د ایتلاف هوایي ځواکونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د جوی شش، سرکي او د پناه په سیمو کې وسله وال په نښه کړي چې ١٤ تنه په کې وژل شوي، چې د صلاح الدین په نوم سرګروپ هم کې شامل دی.

سرچينه کاږي، همداراز د ایتلاف هوایي ځواکونو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د میران جان په سیمه کې پر وسله والومخالفینو هوایي برید کړي، څلور وسله وال مخالفین يې وژلي، د مخالفينو یو فولډر او یو د چاودېدونکې توکو ډکه مازدا يې له منځه وړي دي.

خو سرچينې د دې عملياتو او بريدونو کره ځايونه او وختونه نه دي په ډاګه کړي او له بلې خوا وسله والو مخالفينو په تېره بيا طالبانو هم د يادې مرګ ژوبلې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.