کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٨): کابینې د دولتي لوړو زده کړو موسسو د علمي کادري غړو د معاش او امتیازاتو د مقررې طرحه په پرنسیب کې تائید کړه.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون (چهارشنبه) په چهارچنار مانۍ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په پیل کې ولسمشر د کابینې غړو او ټولو افغانانو ته د نوروز او ۱۳۹۸ لمریز کال د را رسېدو مبارکي وویله او نوی کال یې هیوادوالو ته د سولې، اقتصادي هوساینې، پراختیا او د ابادۍ کال هېله وکړه.
نوموړي د احتمالي طبیعي پېښو له امله د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې او پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر یې موظف کړ چې پېښو ته د رسېدو ۲۴ ساعته سیستم ایجاد او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اطلاع رسونې مرکز جوړکړي.
سرچينه زياتوي، د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر د دولتي لوړو زده کړو موسسو د علمي کادري غړو د معاش او امتیازاتو د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
یاده طرحه د دولتي لوړو زده کړو موسسو د علمي کادري غړو د بست د معاش او امتیازاتو د ټاکلو، په لوړو زده کړو وزارت کې مدیریتي وظایفو ته د یادو غړو د تشویق او دولتي لوړو زده کړو موسسو څخه د تېښتې د مخنیوي په موخه ترتیب شوی ده.
کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د یادې مقررې طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو په همکارۍ د کابینې د غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او نهایي کړي.
له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي له ولسمشر غني څخه مننه کړې چې اکاډميکې ټولنې ته ځانګړې پاملرنه لري.
سرچينې زياته کړې، د لوړو زده کړو وزارت د یادې مقررې تصویب د هېواد په موجوده نظام کې د علمي کادر غړو ځای د تثبیت په لاره کې یو ارزښتمن ګام بولي او دا لاسته راوړنه چې په تېرو څو کلونو کې بې سارې ده، د هېواد په تحصیلي وده کې یو اغېزمن او مهم اقدام دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د کابينې په غونډه کې د عدليې وزير د اجناسو او خدمتونو د سوداګریزو اعلانونو د تنظیم مقررې طرحه غونډې ته وړاندې او کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته عدلیې وزارت موظف کړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او کابل ښاروالۍ په همکارۍد یادې مقررې طرحه د کابینې د غړو اصلاحي ټکو ته په پام بیاوګوري او راتلونکو غونډو ته یې وړاندې کړي.
وروسته عدلیې وزیر تلویزیونونو ته د ډیجیټلي شبکې د خدماتو د تنظیم مقررې طرحه وړاندې کړه او کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته په پرنسیب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې دا طرحه د جمهوري ریاست عالي مقام تر مشرۍ لاندې غونډه کې د مالیې وزیر، د احصائیې او معلوماتو د رئیس او په سیاسي او سیمه ییزو چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د سلاکار په ګډون د کابینې د غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او نهایي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن