ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليس:وسله والو طالبانو د فارياب په خواجه سبز پوش کې يوه ښځه وژلې

پوليس:وسله والو طالبانو د فارياب په خواجه سبز پوش کې يوه ښځه وژلې

author avatar
22 Mar 2019 - 13:04
پوليس:وسله والو طالبانو د فارياب په خواجه سبز پوش کې يوه ښځه وژلې
author avatar
22 Mar 2019 - 13:04

میمنه(پژواک، ۲ ورى ٩٨): د فارياب امنيتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې يوه ښځه پر ډزو وژلې ده .

د فارياب د پوليسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کټه قشلاق په نامه سيمه کې د ګلنار په نوم يو ښځه پر ډزو وژلې ده .

هغه وويل چې ددغه قتل انګېزه ځکه تراوسه دقيقه نه ده معلومه چې ياد سيمه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده .

د يادې سيمې يوه سمه ييز قوماندان ددغه خبر په تاييد پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو ګلنار امنيتي سرتېرو ته د راپور ورکولو په تور وژلې ده .

 د هغه په وينا چې د ګلنار خاوند او يو زوى يې په ايران کې ژوند کوي او ګلنار دلته له دوه زامنو او يوې لور سره ژوند کاوه چې تېره شپه وسله والو طالبانو له کور را ايستلې او وژلې ده .

 د ګلنار لور فريبا وويل چې تېره شپه درې مخ پټي وسله وال يې کور ته داخل  او ګلنار ته يې وويل چې تا اربکيانو ته د راپور ورکولو په خاطر وژنو .

پژواک اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر واخلي خو بريالى نه شو .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.