ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د غره ښويېدو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې د غره ښويېدو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Mar 2019 - 10:41
کونړ کې د غره ښويېدو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Mar 2019 - 10:41

اسعد اباد (پژواک، ۲ وری ۹۸):د کونړ ولايت چارواکي وايي چې مرکز اسعداباد کې پر یوه کور د غره راښویېدو پېښه کې درې ماشومان مړه او پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وينا، پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د وري په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د مرکز اسعد اباد اړوند دوشاخېلو کې پر يوه کور غر را ښويېدلی دی

دی وايي، دغه پېښه کې درې ماشومان مړه شوي او د ښځو او نارينه وو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون پنځه تنه نور ټپيان دي .

هغه زياته کړه، ټپيان د اسعد اباد روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي او روغتيايي وضيعت يې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ دی .

د اسعداباد ښار يوه اوسېدونکي عبدالله وويل، پېښه د ماخوستن له لمانځه وروسته رامنځته شوه، چې مړه او ټپيان یې د سیمې خلکو روغتون ته انتقال کړل .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.