د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دفاع وزارت: لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Mar 22, 2019 - 13:00

کابل(پژواک، ۲ ورى ۹۸): ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٩وسله وال مخالفين وژل شوي، ١١ټپيان او درې نور نيول شوي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه عمليات په بغلان، لوګر، پکتیا، بادغیس، بلخ، کندوز او هلمند ولايتونو کې تر سره شوي دي .

د سرچينې په خبره چې ددغوعملياتو پرمهال ٤٠وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ د هغوى يوه اندازه وسله هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده .

 دفاع وزارت زياته کړې چې ددغو عملياتو پرمهال د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

 وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement