د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو: د عملياتو پرمهال دوه امريکايي سرتېري وژل شوي

ناټو: د عملياتو پرمهال دوه امريکايي سرتېري وژل شوي

Mar 22, 2019 - 12:55

کابل(پژواک، ۲ ورى ٩٨): د غوڅ ملاتړماموريت (ناټو) وايي چې په افغانستان کې يې د عملياتو پرمهال دوه امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

د ناټو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نن د وري په ٢مه د عملياتو پرمهال دوه امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

 سرچينې ددغې پېښې د ځاى په اړه څه نه دي ويلي خو زيات کړې يې ده چې له پېښې وروسته تر ٢٤ ساعتونو د وژل شويو کسانو هويت نه افشا کيږي .

بله خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې تېره شپه د کندوز ولایت مرکز تیلاوکي سیمې ته امریکایي او افغان ځواکونه د چاپې په موخه راغلل چې له سخت غبرګون سره مخامخ شول. هغه زياتوي چې په دې جګړه چې اوس هم دوام لري درې  امريکايي او نهه کومانډو سرتېري وژل شوي دي.

 

                                                                                                                

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement