کندهار (پژواک، ۲ وری ۹۸): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د ماین چاودنه شوې چې يو کس یې وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ په چنار کلي کې شوې ده.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ غړي چې په خپل موټر کې د نوي کال د خوښیو نمانځلو په موخه د تفریح لپاره چېرې روان وو چې د سړک غاړې ماین چاودنه ورباندې وشوه.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې موټر چلوونکی وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې څلور کسان سخت ټپيان شوي دي.
دی وايي، له پېښې سمدستي وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
د ده په خبره، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا تازه ځای پر ځای شوی و چې ملکي وګړي یې ښکار شول.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
شاولیکوټ ولسوالي د کندهار ښار په شمال کې د ۴۰ کیلو متره په واټن پرته ده چې د نوي کال او پسرلي په ورځو کې ډېر خلک د تفریح او مېلې لپاره ورځي.
د یوه بل خبر له مخې، د همدې ولسوالۍ په سره سخر سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیه قوماندان وايي، لومړی وسله والو د پولیسو پر امنیتي پوستو برید وکړ چې د پولیسو په ځوابي برید کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره، په دې جګړه کې ۳ پولیس هم ټپيان شوي چې روغتیايي وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن