کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٨): افغانستان د المان د حکومت د هغې پرېکړې هرکلى کړی چې په افغانستان کې يې د خپلو ځواکونو د پرېښودو پرېکړه وکړه.
د المان پارلمان پرون د ناټو په چوکاټ کې، په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شتون د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
الماني ځواکونه د ناټو غوڅ ملاتړ په روزنيز ماموريت کې د هېواد په شمالي ولايتونو، په ځانګړې توګه بلخ ولايت کې د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي.
اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ١٢٠٠ الماني سرتېري مېشت دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دوست هېواد المان فدرالي جمهوریت د سرتېرو د حضور تمدید اړوند د وروستۍ پرېکړې هرکلى کړى او دا يې ستايلى دى.
د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، المان په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د روزنې، مشورې او له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې برخه کې دوامداره همکارۍ لري.
سرچينې زياته کړې، افغانان د المان دولت او خلکو د ملاتړ قدرداني کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن