کابل (پژواک، ٣ وری ٩٨): د ښځو چارو وزارت د پژواک د خبریالانو په ګډون ځینې خبریالانې وستایلې او په غیر دولتي بنسټونو کې یې د ښځو د ستونزو د حل لپاره د څار او ارزونې ریاست د جوړېدو خبر ورکړ.
د یاد وزارت مالي او اداري مرستیالې نبیلې مصلح نن په کابل کې د ښځو چارو وزارت له خوا د خبریالانو د ستاینې په مراسمو کې وویل، د ښځو چارو وزارت د یاد ریاست له خوا چې تازه یې په کار پیل کړی، په غیر دولتي ادارو کې له ښځو کارکوونکو سره له نږدې ګوري څو ستونزې یې پيدا او ورته حللاره ولټوي.
د دې په خبره، په غیر دولتي ادارو کې ښځې له ځینو ستونزو لکه کم معاش، ځورونې، تبعیض او نورو سره مخ دي او د دغه ریاست د جوړېدو موخه، یادو ستونزو ته رسېدل دي.
د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري په یادو مراسمو کې د ښځو خبریالانو د ستاینې تر څنګ د ښځو د ستونزو د انعکاس او د هغو په اړه د اطلاعاتو په خپرولو کې د ښځو خبریالانو رول ډېر مهم وباله.
د نوموړې په خبره، خبریالان کولای شي په دې حساسو ورځو کې چې له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي د ښځو د غوښتنو په انعکاس کې مهم رول ولوبوي.
هغې زیاته کړه: ((موږ ټول سوله غواړو، سولې ته تږي یو، خو موږ با عزته او د یووالي سوله غواړو، موږ هغه طالبان نه غواړو چې د پخوا په څېر ښځې په درو ووهي.))
هغه د هېواد له ټولو ښځو وغوښتل چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره یوموټی شي.
د نننیو مراسمو په پای کې د بېلابېلو رسنیو ۲۰ ښځينه خبریالانو ته ستاینلیکونه ووېشل شول.
د پژواک خبري اژانس د ډېټا ژورنالېزم برخې خبریاله زرغونه صالحي هم په هغو خبریالانو کې شامله وه چې د ښځو چارو وزارت له خوا ورته ستایلنلیکونه ورکړل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن