کابل (پژواک، ۳ وری ۹۷): د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د پاکستان فضا لا هم د الوتنو پر مخ تړلې ده او ښايي د دې اوونۍ په پایله کې پرانیستل شي.
د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان او هند ترمنځ د جنجال له را ولاړېدو وروسته د پاکستان فضا د فبرورۍ میاشتې له ۲۷مې راهيسې د هوايي ترافیک پر مخ تړلې ده.
سرچینې کښلي چې د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولینو د ستونزې له پیله د پاکستان له ملکي هوايي چلند سره د ډيپلوماتیکو او پرله پسې اړیکو له لارې دا موضوع تعقیب کړې څو د حل لار ورته پیدا شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان فضا له تړل کېدو وروسته د هوايي چلند ادارې د هېواد سوېل لوېديځ مسیر له لارې د ایران له فضا بدیل مسیر پرانیست څو هند ته د هېوادوالو تګ له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.
سرچینې ویلي چې د دې لارې اوږدوالي ته په کتو، لګښت لوړ شوی او د ټکټ پر نرخونو يې ناوړه اغېز کړی دی.
یاده اداره وايي چې د هوايي ملکي چلند اداره دا موضوع په دوامداره توګه تعقیبوي او ټولو هوايي شرکتونو ته یې لارښوونه کړي چې د لارې اوږدوالی باید د ټکټ له بیو سره نږدې تناسب ولري او د لوړېدا مخنیوی یې وشي.
په اعلامیه کې راغلي دي: ((سربېره پر دې موږ هیله من وو چې د پاکستان مسیر به ډېر ژر پرانیستل شي؛ خو دا نېټه د بیا لپاره د پاکستان حکومت له لوري د ۲۰۱۹ کال د مارچ تر ۲۵ مې وغځېده.))
سرچینې زیاته کړې ده چې دمګړۍ د پاکستان لوېديځه فضایي برخه د الوتنو پر مخ خلاصه ده خو ختیځه برخه یې لا هم تړلې ده.
د ملکي هوايي چلند ادارې له وخت نه په ګټې اخیستنې ټولو هوايي شرکتونو ته چې هند ته او بېرته هېواد الوتنې کوي، لارښوونه کوي چې د ټکټ بیې له لوړولو دې ډډه وکړي.
د هېواد هوايي چلند اداره وايي چې د پاکستان هوايي فضا تړل کېدو له امله عبوري الوتنې ګډوډې شوې او د دې ادارې عوایدو ته یې سخت زیان اړولی دی.
د هېوادوالو ستونزو ته په کتو چې هند ته درملنې لپاره سفر کوي، دا اداره هڅه کوي او هیله لري چې د پاکستان او هند ترمنځ را ولاړه شوې ستونزه ډېر ژر هواره شي او د هوايي شرکتونو الوتنې بېرته عادي حالت ته را وګرځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن