ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نجراب په جګړه کې څلور وسله وال او دوه پاڅونوال وژل شوي

د نجراب په جګړه کې څلور وسله وال او دوه پاڅونوال وژل شوي

author avatar
23 Mar 2019 - 18:57
د نجراب په جګړه کې څلور وسله وال او دوه پاڅونوال وژل شوي
author avatar
23 Mar 2019 - 18:57

محمودراقي (پژواک ٣ ورى ٩٨): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي چې په نجراب ولسوالۍ کې له مخالفينو سره له تېرو درې ورځو راهيسې جګړه کې څلور وسله وال او دوه پاڅونوال وژل شوي دي.

د امنيه قومندانۍ وياند سروش کوهستاني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درې ورځو راهیسې د نجراب د غاین په سیمه کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې ګڼ شمېر وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه، د نجراب په سوېل ختیځ سیمه کې وسله والو مخالفینو د پاڅونوالو پر پوستو برید کړی دی، چې اوسمهال په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ جګړه روانه ده او تر دې دمه څلور وسله وال په هوايي برید کې وژل شوي دي او دوه پاڅونوال هم په جګړه کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دې جګړه کې ګڼ شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې تر اوسه معلومه نه ده.

د امنيه قومندانۍ وياند همدا ډول وايي، وسله وال له اله سای او تګاب ولسواليو څخه د نجراب غاین سیمې ته داخل شوي چې یوه سیمه بېرته ترې امنیتي ځواکونو نیولې او جګړه (تر نن مازيګر پورې) روانه ده.

 بل خوا د خواجه اغا په نوم د نجراب د افغانیې سیمې اوسېدونکي پژواک اژانس ته وویل، له تېرو درې ورځو راهیسې د غاین د درې په څو سیمو کې جګړه روانه ده، د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره څرګنده نه ده، خو د یو شمېر وژل شويو وسله والو مړي اله سای ولسوالۍ ته هم وړل شوي دي.

د ده په خبره، په جګړه کې الوتکې هم بمباري کوي.

د حکومت وسله والو مخالفینو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې دوه میاشتې وړاندې د نجراب ټولې سیمه له وسله والو پاکې شوې او د چارواکو په وینا، په سیمه کې پاڅون کوونکي ځاى پر ځای شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.