ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابلوف: طالبان له امریکا سره د سولې په تړون کې د روسیې د ضمانت په لټه کې دي

کابلوف: طالبان له امریکا سره د سولې په تړون کې د روسیې د ضمانت په لټه کې دي

author avatar
23 Mar 2019 - 16:14
کابلوف: طالبان له امریکا سره د سولې په تړون کې د روسیې د ضمانت په لټه کې دي
author avatar
23 Mar 2019 - 16:14

کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٧): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبان په دې هڅه کې دي چې روسيه له امريکا سره د سولې د تړون  ضمانت وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي  زلمي خلیلزاد سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته کړې دي.

د روسي رسنيو د راپورونو له مخې، کابلوف ويلي، طالبان په دې هڅه کې دي چې له امريکا سره د سولې د ممکنه تړون په اړه د روسيې او ځينو نورو هېوادونو ډاډ او ضمانت ترلاسه کړي.

هغه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور بې ګټې بللي او زياته کړې یې ده چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په شتون کې ترهګرې ډلې د ځپل کېدو پر ځاى پياوړې شوې او جګړې تر پخوا تودې شوې دي.

کابلوف په ډاګه کړې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د سولې له تړون سره به دغه هېواد ته بېرته جګړه را ونه ګرځي؛ ځکه د سيمې هېوادونه د افغانستان له قانوني حکومته ملاتړ کوي.

هغه يو ځل بيا ويلي چې حکومت يې  د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو پلوی دی.

د روسيې ځانګړي استازي ويلي چې امريکا یوازې په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره په افغانستان کې نظامي حضور غواړي، له دې ور هاخوا د دوی حضور د افغانستان امنیت ته هېڅ راز ګټه نه ده رسولې.

ده ټينګار کړی چې د سولې خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي او امریکايي ځواکونه دې له افغانستان ووځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.