ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومتي مشرانو په لښکرګاه کې د بزګر ورځې پر مراسمو برید وغانده

حکومتي مشرانو په لښکرګاه کې د بزګر ورځې پر مراسمو برید وغانده

author avatar
23 Mar 2019 - 15:49
حکومتي مشرانو په لښکرګاه کې د بزګر ورځې پر مراسمو برید وغانده
author avatar
23 Mar 2019 - 15:49

کابل (پژواک،۳ وری ۹۸): د ملي یووالي حکومت د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د بزګر ورځې پر نمانځغونډه برید غندلی او ویلي یې دي، د افغانانو دښمنان په دې ډول کړنو د جګړې په ډګر کې خپله ماتې پټوي.

د لښکرګاه ښار د حامد کرزي په ورزشي سټيډیوم کې د بزګر ورځې پر نمانځغونډه د دوو چادنو له امله د دغه ولایت د اقتصاد د رییس په ګډون څلور کسان وژل شوي او د والي د مرستیال، د ولایتي شورا د ځینو غړو، یوه سیمه ییز خبریال او د دغه ولایت د پوهنې او کرنې د رییسانو په ګډون ۳۱ نور کسان ټپیان دي.

ولسمشرۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو دغه برید غندلی او لیکلي یې دي: ((ترهګر چې د خوشالیو، روښانه راتلونکي او هېواد د پرمختګ دښمنان دي، د ډار او وحشت خپرولو لپاره پر ملکي بنسټونو، مراسمو، مناسبتونو او عامه سیمو بریدونه کوي او په دې ډول کړنو د جګړې په ډګر کې خپلې ماتې پټوي.))

ولسمشر غني اړوند مسوولینو ته امر کړی چې د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي او د پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره لازم اقدام وکړي.

اجرائیه ریاست هم دغه برید غندلی او هغه یې بشري جنایت بللی دی او ویلي یې دي، دغه برید هېڅ ډول توجیه نه لري؛ ځکه له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

سرچینې زیاته کړې، دا ډول بریدونه په هېواد کې د کارونو د پرمختګ مخه نه شي نیولای، بلکې د یوه قوي افغانستان د جوړېدو لپاره به د خلکو اراده قوي کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((ترهګر په هر حالت کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له هر ډول تاوتریخوالي او وحشت څخه کار اخلي، خو د امنیتي ځواکونو او خلکو په همت به خپلو موخو ته ونه رسېږي.))

د ملي يووالي حکومت اجرایه ریاست ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه له هېواد څخه د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي او دا ډول بریدونه به بې ځوابه پرېنږدي.

دغه راز د مشرانو جرګې رييس فضلهادي مسلميار، د ولسمشرۍ کانديد حنيف اتمر، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سياسي او دولتي چارواکو هم دا چاودنې غندلي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.