ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت په کندوز لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

دفاع وزارت په کندوز لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

author avatar
23 Mar 2019 - 15:30
دفاع وزارت په کندوز لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي
author avatar
23 Mar 2019 - 15:30

کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د کندوز ښار په څنډو او شاوخوا سيمو کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاڼيز عمليات د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شوي او اوس هم دوام لري.

د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر پرون ورځې پورې په دغو عملياتو کې ٥٨ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

بلخوا په شمال کې د شاهين قول اردو وايي چې په عملياتو کې  له ملي اردو سره ملي امنيت او نړيوالو ځواکونو هم مرسته کړې ده.

سرچينې زياته کړې چې دغه عمليات د سيمې دا وسېدونکو په غوښتنه پيل شوې ده او اوس هم دوام لري.

قول اردو ويلي چې وسله والو د سيمې پر خلکو ظلمونه کول، له هغوى يې باج او پيسې اخيستل.

سرچينې زياته کړې چې په وژل شوو وسله والو کې د هغوى ګڼ شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.

پرون امريکايي ځواکونو ويلي چې په دغو عملياتو کې يې دوه سرتېري وژل شوي، خو طالبانو د پنځو امريکايي سرتېرو د وژلو خبر ورکړى دى.

بلخوا د کندوز ښار سلګونو اوسېدونکو نن د يوه لاريون پر مهال ادعا وکړه چې د تېرې شپې په عملياتو کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي دي.

طالبانو هم ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د ادعا تر څنګ ويلي چې پرون يې لسګونو امريکايي او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي چې  دوى د ملکي وګړو د تلفاتو ادعاوې جدي نيسي او په اړه يې پلټنې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.