ترينکوټ (پژواک ، ۳ وری ۹۸): د اروزګان د پوهنې رياست مسوولین وايي چې د دغه ولایت لسګونه ښوونځي له کلونو راهيسې د نظامي او شخصي موخو لپاره کارول کېږي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې شوي دي.
د پوهنې رياست مسوولينو دا څرګندونې نن د وري په ٣مه د نوي ښوونیز کال د پيل په مراسمو کې وکړې.
د نورو ولايتونو تر څنګ په دغه ولايت کې هم نن د زنګ په وهلو سره نوى ښوونیز کال پيل شو، خو لا یې هم پر وړاندې ننګونې او اندېښنې شتون لري.
د دغه ولايت د پوهنې رييس ميرزامحمد سالارزي وویل چې په تېرو درېيو کلونو جګړو کې د پوهنې بهير ډېر زيانمن شوى دى.
هغه زياته کړه چې په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د دوی اړوند له ۲۳۲ ښوونځیو ۷۲ يې د جګړې د ښکېلو خواوو له خوا د سنګرونو او يو شمېر زورواکو له خوا د شخصي موخو لپاره کارول کېږي.
سالارزى وايي، د تړلو ښوونځیو ښوونکي او لږ شمېر زده کوونکي نور ښوونځیو ته راغلي، خو په سیمه کې زرګونه نور زده کوونکي بيا له زده کړو پاتې دي.
د پوهنې رياست نه يوازې تړلي ښوونځي د هغوی پر وړاندې خنډ بولي، بلکې د مسلکي ښوونکو نه شتون، د درسي کتابونو کموالی، له ولسوالیو سره د لویو لارو بندښت او په يو شمېر سیمو کې کلتوري محدودیتونه هم د پوهني ریاست پر وړاندې پرتې ننګونې یادوي.
د اروزګان والي اسدالله سعيد بيا له خلکو غواړي چې د پوهنې له ریاست سره همکاري وکړي او خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.
هغه هم مني چې دغلته د جګړې ښکېلې خواوې له ښوونځيو د جګړی د ډګر په توګه کار اخلي، خو ډاډ ورکوي چې د امکان تر بریده به دغه ستونزه هواروي.
د اروزګان والي پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې د پوهنې له بهیر سره همکاري وکړي.
قومي مشرانو هم ژمنه وکړه چې د دغه ولایت د پوهني له بهیر سره به همکاري کوي او له کورنیو غوښتنه کوي چې ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.
سرکاتب محمد شاه چې د ښوونیز کال په مراسمو کې يې وینا کوله، د کورنیو له مشرانو وغوښتل چې له پوهنې رياست سره همکاره وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن