ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار قومي مشرانو پر طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو غږ وکړ

د ننګرهار قومي مشرانو پر طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو غږ وکړ

author avatar
23 Mar 2019 - 14:45
د ننګرهار قومي مشرانو پر طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو غږ وکړ
author avatar
23 Mar 2019 - 14:45

جلال اباد- نيلي (پژواک، ۳ وری ۹۸): د ننګرهار د ځینو قومي شوراګانو مشرانو د ملي امنيت شورا د سلاکار حمدالله محب د وروستيو څرګندونو ملاتړ کړی او دغه راز ټينګار یې کړی چې طالبان دې د سولې بين الافغاني خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

محب له امریکايي خبریالانو سره په یوه ناسته کې د افغان سولې خبرو لپاره پر امريکايي استازي زلمي خلیلزاد تور پورې کړی چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي.

د ننګرهار د قومي شوراګانو د همغږۍ شورا او يو شمېر نورو قومي شوراګانو د وري په ۳مه د دغه ولايت د قومونو او قبايلو رياست کې د يوې لويې غونډې پر مهال د محب د دغو څرګندونو ملاتړ وکړ او له افغان حکومته يې وغوښتل چې د ښاغلي محب دغه دريځ تاييد کړي.

قومي مشرانو د نوموړي دغه اقدام د حکومت په کچه يو بېساری کار ياد کړ او يادونه يې وکړه چې د نوموړي د دې ملي دريځ دفاع به کوي.

د ننګرهار د قومونو د همغږۍ شورا مشر لعل اغا کاکړ وويل، له غونډې يې موخه د حمدالله محب د وروستيو څرګندونو ملاتړ، پر طالبانو بين الافغاني خبرو ته د غاړې اېښودو غږ او له نړيوالو په افغان خاوره کې د لاسوهنو نه وهلو غوښتنه ده.

هغه زياته کړه، محب لومړنی افغان لوړپوړی چارواکی دی چې يو ملي دريځ يې نيولی او د امريکا په څېر يو بهرني بیاوړي هېواد ته يې په زغرده ځواب ورکړی دی.

په غونډه کې د خوږياڼو قومي مشر ملک نظير له ټولو افغانانو وغوښتل چې د محب ننګه وکړي چې نور افغان چارواکي هم د دې ډول اقدام پورته کولو انرژي پيدا کړي.

ده وويل: ((د ظالم باچا په مخ کې حق وينا جهاد دی، محب دا جهاد وکړ، د امريکا په څېر د يو هېواد چارواکو ته يې نېغه خبره وکړه.))

د شينوارو قومي مشر چترال همت شينواري وويل، د سولې په مذاکراتو کې ورته هېڅ بهرنۍ لاسوهنه د منلو وړ نه ده او طالبان بايد له خپلو افغانانو سره لکه د ورونو پر يو ټغر کېني او سوله وکړي.

دی زياتوي، محب د افغان ولس د خولې خبره امريکا ته کړې ؛ نو ځکه خو يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خبرو ملاتړ کېږي.

د يادولو ده، له دې مخکې يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ملي امنيت شورا د سلاکار د وروستيو څرګندونو په غبرګون غونډې شوې دي.

د يو بل خبر له مخې، د دايکنډي ولايت مدني ټولنو د سولې د مذاکراتو په تړاو د حکومت له دریځه ملاتړ اعلان کړ او يادونه يې وکړه چې د سولې خبرې باید بين الافغاني وي.

د مدني ټولنو دغه سلګونو استازو د “سولې پروسه کې د ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو، ساتنه او اړتیا” عنوان غونډه کې اعلان وکړ چې د سولې د پټو مذاکرتو مخالف دي.

د پوهنتون استاد او د مدني ټولنې غړي محمد حسين مظفري د سولې په پروسه کې صداقت مهم اصل وګاڼه او هيله يې وکړه چې ښکېلې غاړې بايد رښتيني و اوسي.

هغه زياته کړه: ((سوله اړتیا ده، خو نه بايد مبهمه او د پردې تر شاه وي.))

حميدالله رستګار دایکنډي د مدني فعالانو په مشرۍ وويل، د سولې په پروسه کې بايد د افغانستان د  ۱۸ کلونو راسته وړانې له منځه ولاړې نه شي.

رستګار وايي: ((اساسي قانون، ملي شورا، د مېرمنو حقونه، رسنۍ، امنيتي او دفاعي ځواکونه، ډیموکراسي او نور ډېر پرمختګونه د افغانستان د ۱۸ کلونو راسته راوړنې دي، دا لاسته راوړنې بايد وساتل شي او د پټو مذاکراتو ښکار نه شي.))

نوموړي يادونه وکړه چې د سولې خبري بايد بين الاافغاني وي، څو افغانستان ته با عزته سولې برخمن شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.