د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسمشرۍ ځينو نوماندانو د ټاکنو د نوې نېټې هرکلى او ځينو مخالفت کړی

د ولسمشرۍ ځينو نوماندانو د ټاکنو د نوې نېټې هرکلى او ځينو مخالفت کړی

Mar 23, 2019 - 14:38

کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٨): يو شمېر نوماندانانو د ولسمشرۍ ټاکنو له نوې اعلان شوې نېټې سره مخالفت څرګند کړ، خو ځينو نورو يې بيا هرکلى کړى دى.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تېرې چهارشنبې په ورځ  اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د ١٣٩٨ لمريز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستاني وويل چې دغه پرېکړه يې د ټاکنو د اړوندو کسانو او ادارو او د کمېسيون د ټولو غړو سره تر مشورې وروسته کړې ده.

د هغې په وينا، د ټاکنو په قانون کې تعديل، د کمېسيون د نوو غړو ټاکل، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ستونزې ، بوديجه، امنيتي وضعيت او داسې نور لاملونه وو چې ټاکنې د چنګاښ په ٢٩مه ممکنې نه وې.

د ولسمشرۍ يو شمېر نوماندانو د نوې نېټې هرکلى خو بيا ځينو نورو يې مخالفت کړى دى.

د حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم وياند قادرشاه پژواک اژانس ته وويل، د قانون له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې بايد د وري په ٣١مه ترسره شوې واي، خو بيا د حکومت په فشار د چنګاښ ٢٩مې ته وځنډول شي.

هغه زياته کړه، چې اوس يو ځل بيا د حکومت په لاسوهنې دا ټاکنې ددويم حل لپاره د تلې شپږمې نټې ته ځنډول شوې دي.

د قادر شاه په وينا، په دې اړه له سياسي ګوندونواو  نوماندانو سره هېڅ ډول مشوره نه ده شوې او ټول کارونه يو اړخيزه ، له مصلحته لرې، د قانون خلاف ترسره شوي دي.

د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم په يوه پرېکړه ليک کې ويلي چې دغه اقدام له دوى سره له مشورې پرته د حکومت په لاسوهنه شوی چې ورسره د مردم سالارۍ ارزښت کموي او پر ټاکنو د خلکو باور زيانمنوي.

سرچينې زياته کړې چې حکومت نه يواځې د سمو ټاکنو ترسره اراده نه لري، بلکې د رڼو، خپلواکو او بې پرې ټاکنو وړتيا هم نه لري.

دغه ټيم ويلي چې په غبرګولي مياشت کې د ملي يووالي حکومت قانوني موده پاى ته رسېږي، نو د رڼو ټاکنو لپاره دې يو سرپرست حکومت رامنځته  شي او دغه حکومت دې ټاکنې ترسره کړي.

دوى ويلي چې د ټاکنو نوې نېټه ورته د منلو وړ نه ده او هر اقدام چې له نوماندانو له مشورې پرته ترسره کېږي، د دوى له خوا رد دى.

بلخوا د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند هم د ټاکنو له نوې نېټې سره مخالفت ښودلى او ويلي يې دي چې له مشورې پرته دا پرېکړه شوې ده.

د دغه ګوند له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال كې چې د ټاکنو ځنډول له يوې خوا غير قانوني عمل دى، له بلې خوا بدې پايلې هم لري، د اساسي قانون له حكم سره سم بايد د غبرګولي تر لومړۍ نېټې واک نوي منتخب حكومت ته انتقال شي.

د سرچينې په وينا، له دې نېټې وروسته اوسنى حكومت خپل مشروعيت له لاسه وركوي، هېواد د مشروع حكومت له تشې سره مخامخ کېږي، نه د ټاکنو كميسيون او نه بله مرجع دا حق لري چي د دغه حكومت موده تمديد كړي.

حزب اسلامي زياته کړې، له بده مرغه د ټاکنو كمېسيون د دې پر ځاى چې خپل استقلال وساتي، د پخواني كمېسيون د تېروتنو له تكرار ډډه وكړي. د اوسني حكومت په يوې ماتحت او ضمني ادارې له بدلېدو ځان وساتي، هر ګام محتاطانه واخلي، د انتخاباتو د افاديت په اړه د ولس عدم اعتماد پاى ته ورسوي، په خپل وخت شفاف او عادلانه انتخابات ترسره كول تضمين كړي، د حكامو دې غيرقانوني او هوسي غوښتني ته تسليم نه شي چي غواړي هركاره وي او هر څه د دوى له هوس سره سم ترسره شي، نه د ملت رایو ته درناوى لري او نه قانون ته اعتناء كوي، غواړي سياسي احزاب حذف شي، په ملي او سياسي قضاياوو كي د هغوى قانوني او غيز او ونډه په بشپړه توګه له پامه ولوېږي.

بلخوا د ولسمشرۍ ټاکنو د اوو نوماندانو مشورتي جرګې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د نوې نېټې د اعلانولو هرکلى کړى دى.

د دې جرګې له خوا د وري په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ نوماندانو مشورتي جرګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د ولسمشريزو ټاکنو، د ولايتي جرګه ګيو او د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنو نوې نېټې د ټاکلو هرکلى کوي او د تلې ٦مه د ټاکنو لپاره يوه ښه نېټه بولي.

سرچينې زياته کړې، مشورتي جرګه هيله لري چې دغه ځنډ به د دې لامل شي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون خپلې وړتياوې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره لوړې کړي او له دې موقع په ګټې پورته کولو سره د دې ملي پروسې په چارو کې د ولس د باور په زياتولو کې ګټه پورته کړي.

مشورتي جرګه د افغانستان له حکومت، ملګرو ملتونو، له نړيوالو ملګرو او مرستندويه اړخونو غواړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سره د ١٣٩٨ کال د ټاکنو په چارو کې د وړتيا لا پياوړتيا او د اړتيا وړ برابرولو په برخه کې له هېڅ ډول لورينو ډډه ونه کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement