ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ځينو نوماندانو د ټاکنو د نوې نېټې هرکلى او ځينو مخالفت کړی

د ولسمشرۍ ځينو نوماندانو د ټاکنو د نوې نېټې هرکلى او ځينو مخالفت کړی

author avatar
23 Mar 2019 - 14:38
د ولسمشرۍ ځينو نوماندانو د ټاکنو د نوې نېټې هرکلى او ځينو مخالفت کړی
author avatar
23 Mar 2019 - 14:38

کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٨): يو شمېر نوماندانانو د ولسمشرۍ ټاکنو له نوې اعلان شوې نېټې سره مخالفت څرګند کړ، خو ځينو نورو يې بيا هرکلى کړى دى.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تېرې چهارشنبې په ورځ  اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د ١٣٩٨ لمريز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستاني وويل چې دغه پرېکړه يې د ټاکنو د اړوندو کسانو او ادارو او د کمېسيون د ټولو غړو سره تر مشورې وروسته کړې ده.

د هغې په وينا، د ټاکنو په قانون کې تعديل، د کمېسيون د نوو غړو ټاکل، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ستونزې ، بوديجه، امنيتي وضعيت او داسې نور لاملونه وو چې ټاکنې د چنګاښ په ٢٩مه ممکنې نه وې.

د ولسمشرۍ يو شمېر نوماندانو د نوې نېټې هرکلى خو بيا ځينو نورو يې مخالفت کړى دى.

د حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم وياند قادرشاه پژواک اژانس ته وويل، د قانون له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې بايد د وري په ٣١مه ترسره شوې واي، خو بيا د حکومت په فشار د چنګاښ ٢٩مې ته وځنډول شي.

هغه زياته کړه، چې اوس يو ځل بيا د حکومت په لاسوهنې دا ټاکنې ددويم حل لپاره د تلې شپږمې نټې ته ځنډول شوې دي.

د قادر شاه په وينا، په دې اړه له سياسي ګوندونواو  نوماندانو سره هېڅ ډول مشوره نه ده شوې او ټول کارونه يو اړخيزه ، له مصلحته لرې، د قانون خلاف ترسره شوي دي.

د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم په يوه پرېکړه ليک کې ويلي چې دغه اقدام له دوى سره له مشورې پرته د حکومت په لاسوهنه شوی چې ورسره د مردم سالارۍ ارزښت کموي او پر ټاکنو د خلکو باور زيانمنوي.

سرچينې زياته کړې چې حکومت نه يواځې د سمو ټاکنو ترسره اراده نه لري، بلکې د رڼو، خپلواکو او بې پرې ټاکنو وړتيا هم نه لري.

دغه ټيم ويلي چې په غبرګولي مياشت کې د ملي يووالي حکومت قانوني موده پاى ته رسېږي، نو د رڼو ټاکنو لپاره دې يو سرپرست حکومت رامنځته  شي او دغه حکومت دې ټاکنې ترسره کړي.

دوى ويلي چې د ټاکنو نوې نېټه ورته د منلو وړ نه ده او هر اقدام چې له نوماندانو له مشورې پرته ترسره کېږي، د دوى له خوا رد دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.