د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال خوست کې ۳۵زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذبېږي

سږ کال خوست کې ۳۵زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذبېږي

Mar 23, 2019 - 16:19

خوست ښار (پژواک، ۳ وری ۹۸): د خوست د پوهنې رياست چارواکوي وايي، پلان لري سږ کال ۳۵ زره نوي زده کوونکي د دغه ولايت په ښوونځيو جذب کړي.

هغوی چې نن (د وري ۳مه) د نوي ښوونیز کال د پيل مراسمو ته خبرې کولې، همدا ډول د سلو ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو خبر هم ورکړ.

د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان دغو مراسمو ته وويل چې روان کال د نجونو زده کړو د ښه والي لپاره هم اړينې اسانتیاوې په نظر کې نيول شوې دي.

نوموړي زياته کړه، يوه له هغو په ولسواليو کې د ۳ نوو ښځو ښوونکو استخدامول دي چې ورسره به په دې برخه کې يو څه ستونزې راکمې شي.

دی وايي: ((د پوهنې رياست ژمن دی چې دغه ځل د خوست د مرکز په شمول په ټولو ولسواليو کې د ښوونيز بهير څخه نظارت جدي کړي او ټول هغه موارد چې د زده کوونکو د زده کړو پر کيفيت مثبت تاثيرات لري، هغې ته جدي پاملرنه وکړي.))

نصيراحمد روښان څو ورځې مخکې په يوه غونډې کې ويلي وو چې ځيني کسان يې په چارو کې بېځايه مداخله کوي چې دغه کار يې پر واندې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

خو د خوست والي محمد حليم فدايي چې د نوي ښوونیز کال د پيل دغو مراسمو ته يې خبرې کولې، وويل چې دغه سکتور به له هر ډول سياسي او تنظيمي مداخلو وژغوري.

هغه وايي: ((د پوهنې رياست ټولو مسوولينو ته يوه خبره کوم چې هر سياسي کس چې ستاسې په کارونو کې ناسمه مداخله کوي، نومونه يې ماته راکړئ، هغه که په هر لېول کوي، انشاالله د هغوی لاسونه به د پوهنې په سکتور کې له ناسمې مداخلې څخه قطع کوو.))

فدايي همدا ډول ډاډ څرګند کړ چې د پوهنې بهير د پياوړتيا لپاره به د دولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو تر څنګ د ښوونکو ستونزو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

هغه همدارنګه زياته کړه، د دې لپاره چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزو او ننګونو ته د حل لار پيدا شوې وي، د پانګه والو د پاملرنې پر راجلبولو يې هم فکر کړی.

دى وايي: ((د ټولو ښوونکو بايومټريک کول او هغوی ته د ښارګوټو او د سرپنا برابرول، د ولسواليو مديريتونو او ټولو لېسو او ښوونځيو د مديريتي او رهبريتي ظرفيت لوړول، زموږ اساسي پلانونه دي.))

دا مهال په دغه ولايت ټول ټال ۳۶۰ بابه دولتي او ۱۱۵ بابه خصوصي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص دي او ۳۵۰ زره زده کوونکي چې ۴۰ سلنه يې نجونې دي، په زده کړو بوخت دي.

د يو بل خبر له مخې، پکتیکا ولايت کې په داسې حال کې د معارف ورځ ولمانځل شوه، چې لا اوس هم په دې ولايت کې ۴۲ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

دپکتيکا ولايت د پوهنې رييس دلته ټول ټال ۳۹۵ ښوونځي شتون لري چې پکې ۱۲۵۵۵۳ يولک پنځه ويشت زره پنځه سوه درې پنځوس زده کوونکي لري، چې له ډلې يې ۱۸۸۷۸ نجونې دي.

هغه وويل، چې د يادو ښوونځيو يې ۴۲ بابه ښوونځي تړلي دي، چې د خلاصون هڅې يې پيل کړې دي. 

نوموړي وويل، چې دپکتيکا ولايت په ډيله خوشامند ولسواليو کې ۳۱ په برمل ولسوالۍ کې پنځه په ارګون او نورو ولسواليو کې يو يو ښوونځی تړل شوي دي. .

قومي مشر وکيل بادشاه خان وويل، چې نه يوازي په پکتيکا کې ۴۲ ښوونځي تړل شوي ، بلکې ښوونځيو ته دکتابونو کمښت، ښوونکو ته دنمرو او معاشونو نه ورکړه هغه ستونزې دي چې ښوونيز بهيريې ټکنی کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement