ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال خوست کې ۳۵زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذبېږي

سږ کال خوست کې ۳۵زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذبېږي

author avatar
23 Mar 2019 - 16:19
سږ کال خوست کې ۳۵زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذبېږي
author avatar
23 Mar 2019 - 16:19

خوست ښار (پژواک، ۳ وری ۹۸): د خوست د پوهنې رياست چارواکوي وايي، پلان لري سږ کال ۳۵ زره نوي زده کوونکي د دغه ولايت په ښوونځيو جذب کړي.

هغوی چې نن (د وري ۳مه) د نوي ښوونیز کال د پيل مراسمو ته خبرې کولې، همدا ډول د سلو ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو خبر هم ورکړ.

د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان دغو مراسمو ته وويل چې روان کال د نجونو زده کړو د ښه والي لپاره هم اړينې اسانتیاوې په نظر کې نيول شوې دي.

نوموړي زياته کړه، يوه له هغو په ولسواليو کې د ۳ نوو ښځو ښوونکو استخدامول دي چې ورسره به په دې برخه کې يو څه ستونزې راکمې شي.

دی وايي: ((د پوهنې رياست ژمن دی چې دغه ځل د خوست د مرکز په شمول په ټولو ولسواليو کې د ښوونيز بهير څخه نظارت جدي کړي او ټول هغه موارد چې د زده کوونکو د زده کړو پر کيفيت مثبت تاثيرات لري، هغې ته جدي پاملرنه وکړي.))

نصيراحمد روښان څو ورځې مخکې په يوه غونډې کې ويلي وو چې ځيني کسان يې په چارو کې بېځايه مداخله کوي چې دغه کار يې پر واندې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

خو د خوست والي محمد حليم فدايي چې د نوي ښوونیز کال د پيل دغو مراسمو ته يې خبرې کولې، وويل چې دغه سکتور به له هر ډول سياسي او تنظيمي مداخلو وژغوري.

هغه وايي: ((د پوهنې رياست ټولو مسوولينو ته يوه خبره کوم چې هر سياسي کس چې ستاسې په کارونو کې ناسمه مداخله کوي، نومونه يې ماته راکړئ، هغه که په هر لېول کوي، انشاالله د هغوی لاسونه به د پوهنې په سکتور کې له ناسمې مداخلې څخه قطع کوو.))

فدايي همدا ډول ډاډ څرګند کړ چې د پوهنې بهير د پياوړتيا لپاره به د دولتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو تر څنګ د ښوونکو ستونزو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

هغه همدارنګه زياته کړه، د دې لپاره چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزو او ننګونو ته د حل لار پيدا شوې وي، د پانګه والو د پاملرنې پر راجلبولو يې هم فکر کړی.

دى وايي: ((د ټولو ښوونکو بايومټريک کول او هغوی ته د ښارګوټو او د سرپنا برابرول، د ولسواليو مديريتونو او ټولو لېسو او ښوونځيو د مديريتي او رهبريتي ظرفيت لوړول، زموږ اساسي پلانونه دي.))

دا مهال په دغه ولايت ټول ټال ۳۶۰ بابه دولتي او ۱۱۵ بابه خصوصي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص دي او ۳۵۰ زره زده کوونکي چې ۴۰ سلنه يې نجونې دي، په زده کړو بوخت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.