د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبیدالله بارکزی په کندهار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی

عبیدالله بارکزی په کندهار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی

Mar 23, 2019 - 16:32

کندهار (پژواک، ۳ وری ۹۸): په ولسي جرګه کې د ارزوګان د خلکو پخوانی استازی عبیدالله بارکزی په کندهار ښار کې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.

یاده پېښه نن (د وري ٣مه) له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د کندهار ښار د ۶مې ناحیې اړوند د سرې جامع په ساحه کې رامنځته شوه.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته د عبیدالله بارکزي وژل کېدل تایید کړل او ویې ویل، وسله والو کسانو پر هغه ډزې کړې او وژلی یې دی.

دی وايي، په دې اړه ډېر جزئیات نشته خو پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د موضوع اړوند یې پلټنې پيل کړې دي.

خو یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، عبیدالله بارکزی نن غرمه په شپږمه ناحیه کې په یوه کور کې مېلمه و، خو ماسپښین له یاد کوره تر وتلو وروسته موټر ته د پورته کېدو پر مهال تر وسله وال برید لاندې راغی او ووژل شو.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په کندهار ښار کې د عبیدالله بارکزي وژنه په دوی پورې اړه نه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني د عبیدالله بارکزي د وژنې په اړه ويلي چې متاسفانه افغانستان نن خپل یو خواخوږی او ژمن بچی له لاسه ورکړ.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينې د ولسمشر له قولي ليکلي، په ډېرې خواشینۍ سره خبر شو چې د افغانستان دښمنانو په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو مخکينی استازی عبیدالله بارکزی د تروریستي برید په پایله کې وواژه.

ده ويلي، بارکزی د ملي او وطنپال افغان په توګه د هېواد له پرمختګ، امنیت او ثبات سره بېسارې مینه لرله او په همدې موخه یې په ولسي جرګه کې د خپلو موکلینو د ښه استازیتوب ترڅنګ تل د قانون د حاکمیت او ملي ګټو حمایت او دفاع کوله.

نوموړي د بارکزي کورنۍ، موکلینو، د اروزګان ولسونو او د ملي شورا مشرتابه او استازو ته د نوموړي د وژل کېدو له امله خپل د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي او بارکزي ته يې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کړې ده.

بلخوا د مشرانو جرګې رييس فضلهادي مسلميار هم د بارکزي پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او هغه يې ولس پالونکى ، ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته ژمن افغان بللى دى.

هغه زياته کړې، عبيدالله بارکزی د ولسي جرګې کې يو خوله ور، ژبه ور، زړورو او شعوري و فکري وکيل و چې تل يې د خپلو ولسونو غږ تر حکومته په زغرده او جرات رسولی، حقايق يې نه پټول او په بې عدالتيو يې هيڅکله سترګې نه پټولې بلکې هره نيمګړتيا، هر ظلم او هر جبر يې په کلکه غندلی او خپل د حقانيت غږ يې پورته کړی.

عبیدالله بارکزی تېره دوره په ولسي جرګه کې د ارزوګان د خلکو استازی و، خو دغه ځل یې له کابله ځان کاندید کړی و او بریالی شوی نه و.

د یادونې ده، دوه کاله وړاندې د عبیدالله بارکزي زوی حفیظ الله بارکزی هم په کابل کې په ولسي جرګې د هلمند د خلکو د پخواني استازي معلم میرولي پر کور په وسله وال برید کې وژل شوی و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement