ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېره اوونۍ کې د لومړنیو توکو نسبي بیو تغییر نه دی کړی

په تېره اوونۍ کې د لومړنیو توکو نسبي بیو تغییر نه دی کړی

author avatar
23 Mar 2019 - 19:24
په تېره اوونۍ کې د لومړنیو توکو نسبي بیو تغییر نه دی کړی
author avatar
23 Mar 2019 - 19:24

کابل (پژواک،٣ وری ٩٨): نن په کابل ښار کې د ترې شنبې په پرتله د لومړنیو توکو په بیو کې تغییر نه دی راغلی.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رییس پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر په عمده توګه د ۴۹ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۳۶۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، د یوې بوجۍ لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره خورشید غوړي زر افغانۍ ده.

دغه راز د نوراحمد خیرخواه په نوم د کابل ښار د منډوي یوه چای پلورونکي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یوه کیلو شین اندونیزیايي چای په ۲۸۰ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.  

د ځینو موادو پرچون بیې په یو شمېر مواردو کې کم خو په ځينې مواردو کې ډېر توپیر لري.

د احمد صمیم په نوم د تایمني په دیارلسم سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۳۲۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۰۸۰ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چاى بیه ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون موادو بیې هم پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزیراباد د تیلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۴۹ افغانۍ او یوه لېټر ډیزل په ۴۸ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک یوه چای پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۶۵ افغانۍ پلوري.

د سرو زور بیو هم تغییر نه دی کړی.

د کابل ښار د تېمور شاهي واټ یوه زرګر حاجي احمد فواد صالح زاده پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۲۵۰۰ افغانۍ او یوه ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زره په ۲۰۰۰ افغانۍ پلوري.

د کابل د شهزارده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٥.٦٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۳۷ افغانۍ بدلېږي.

د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۲۵ مه د یوه امریکايي ډالر ارزښت ٧٥.٤٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۴۱ افغانیو بدلېدلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.