ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين کې چاودنې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

چين کې چاودنې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
23 Mar 2019 - 10:08
چين کې چاودنې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
23 Mar 2019 - 10:08

کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٨ ): د چين په يوه فابريکه کې د چاودنې له امله ٤٧ کسان وژل شوي او تر ٦٠٠ زيات ټپيان دي.

د چين رسنيو د کب په ٣مه خبر ورکړى چې دا چاودنه تېره ورځ د دغه هېواد د جيانګ سو ولايت اړوند په د کيمياوي سرې په يوه فابريکه کې رامنځته شوې ده.

راپورونه وايي چې په دې فابريکه کې ٢١ ډوله بېلابېل کيمياوي توکي توليدېږي چې يو شمېر يې ژر اور اخلي.

ځايي چارواکو ويلي چې د فابريکې په يوه ساحه کې تر چاودنې وروسته اور لګېدلى او وروسته ټولې فابريکې ته خپور شو.

روغتيايي سرچينو ويلي چې له د پېښې ٤٧ جسدونه او ٦٤٠ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.