کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٧): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبان په دې هڅه کې دي چې روسيه له امريکا سره د سولې د تړون ضمانت وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته کړې دي.
د روسي رسنيو د راپورونو له مخې، کابلوف ويلي، طالبان په دې هڅه کې دي چې له امريکا سره د سولې د ممکنه تړون په اړه د روسيې او ځينو نورو هېوادونو ډاډ او ضمانت ترلاسه کړي.
هغه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور بې ګټې بللي او زياته کړې یې ده چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په شتون کې ترهګرې ډلې د ځپل کېدو پر ځاى پياوړې شوې او جګړې تر پخوا تودې شوې دي.
کابلوف په ډاګه کړې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د سولې له تړون سره به دغه هېواد ته بېرته جګړه را ونه ګرځي؛ ځکه د سيمې هېوادونه د افغانستان له قانوني حکومته ملاتړ کوي.
هغه يو ځل بيا ويلي چې حکومت يې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو پلوی دی.
د روسيې ځانګړي استازي ويلي چې امريکا یوازې په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره په افغانستان کې نظامي حضور غواړي، له دې ور هاخوا د دوی حضور د افغانستان امنیت ته هېڅ راز ګټه نه ده رسولې.
ده ټينګار کړی چې د سولې خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي او امریکايي ځواکونه دې له افغانستان ووځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن