د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې لسګونو ښوونکو د معاشونو د ځنډ له امله اعتصاب وکړ

کندهار کې لسګونو ښوونکو د معاشونو د ځنډ له امله اعتصاب وکړ

Mar 23, 2019 - 16:13

کندهار (پژواک، ۳ وری ۹۸): په کندهار ښار کې لسګونو ښوونکو د خپلو معاشونو د ځنډ له امله اعتصاب وکړ.

دغه ښوونکي چې د حق الزحمې په بڼه پر دندو ګومارل شوي، د احمد شاه بابا لېسې مخې ته راټول شوي وو او ګواښ یې وکړ چې تر هغو به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي څو یې معاشونه نه وي ورکړل شوي.

دوی وايي، د ۱۳۹۷ لمریز کال له وږي میاشتې راهیسې یې معاش نه دی ورکړل شوی.

د محمد کبیر په نوم یوه ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی خو په دې موده کې یې د زده کوونکو حقونو ته په پام خپله دنده په مسوولیت ترسره کړې ده.

دی زیاتوي: ((ټولو ته معلومه ده چې د حق الزحمه ښوونکي معاش ۸ زره افغانۍ دی، خو همدا کم معاش مو میاشتې میاشتې ځنډېږي په داسې حال کې چې په هر یوه پسې کورنۍ پسې ده او له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.))

د ده په خبره، خپله دغه ستونزه یې په وار وار د پوهنې له ریاست سره شریکه کړې او هغوی د معاشونو د اجرا ژمنې ورکړي او دوی هم خپلو دندو ته دوام ورکړی، خو بالاخره اوس مجبور شول چې اعتصاب وکړي.

دی وايي، دغه ځل ټولو ښوونکو پرېکړه کړې، تر هغه مهاله چې د معاشونو د ځنډ ستونزه یې نه وي حل شوې، ټولګیو ته نه ځي او اعتصاب ته به دوام ورکوي.

د عبدالغني په نوم بل ښوونکي پژواک ته وویل، د معاشونو ځنډ له مالي ستونزو سره مخ کړي او د تدریس پر بهیر یې ناسم اغېز کړی.

دی هم وايي چې پوره شپږ میاشتې یې له معاش پرته خپله دنده مخې ته وړې، په داسې حال کې چې د ۶ کسیزې کورنۍ سرپرست هم دی او بله هېڅ راز عایداتي سرچینه نه لري.

د ده په خبره، د معاش د نه رسېدو له امله یې نه یوازې قرض اخیستی، بلکې د کور د څو میاشتو کرایه یې هم نه ده ورکړې.

نوموړي ګیله وکړه چې له یوې خوا د حق الزحمې په بڼه د ډېرو کمو پیسو په بدل کې دنده ترسره کوي خو له بلې خو همدا کمې پیسې هم پر وخت نه ورکول کېږي.

ده ادعا وکړه چې د پوهنې په ریاست کې د ناسمو سیالیو او رقابتونو له امله د حق الزحمه ښوونکو معاشونه ځنډېدلي دي.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي د پوهنې په ریاست کې د ناسمو سیالیو خبرونه رد کړل او ویې ویل، دا چې بالمقطع او قراردادي ښوونکي په تشکیل کې نه لري، نو هر کال یې معاشونه د بودجې د نشتوالي له امله د څه وخت لپاره ځنډېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه راز د ښوونکو معاشونه له ځانګړې بودجې ورکول کېږي چې د پوهنې ریاست یې د پوهنې وزارت او هغوی یې مالیې وزارت ته وړاندیز کوي.

دی وايي، دا چې مالي کال نوی شوی او هر وخت عادی بودجه هم ځنډېږي نو له همدې امله د ښوونکو معاشونه ځنډېدلي دي.

خو د ده په خبره، دغسې ښوونکي چې معاشونه یې ځنډېدلي، کچه یې شل سلنه ده خو نورو ښوونکو ته معاشونه رسېدلي دي.

شده وویل، په دې ورځو کې یې د مالیې له وزارته مکتوب ترلاسه کړی چې په کې ویل شوي د حق الزحمه ښوونکو معاشونه دې له عادي بودجې اجرا شي چې دغه کار پيل شوی او هغه ښوونکي چې معاش یې نه دی اخیستی، خپل معاشونه به ترلاسه کړي.

دغه راز دغه خبر ورکړ چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د نورو هغو ښوونکو چې معاشونه یې ځنډېدلي د معاشونو د ورکولو پروسه یې تر کار لاندې ده.

د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د زرګونو رسمي ښوونکو تر څنګ له ۱۴۰۰ ډېر حق الزحمه ښوونکي هم په دندو ګومارل شوي چې ډېر مهال د معاشونو او نورو حقونو له نه ورکړې شکایت کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement