ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې لسګونو ښوونکو د معاشونو د ځنډ له امله اعتصاب وکړ

کندهار کې لسګونو ښوونکو د معاشونو د ځنډ له امله اعتصاب وکړ

author avatar
23 Mar 2019 - 16:13
کندهار کې لسګونو ښوونکو د معاشونو د ځنډ له امله اعتصاب وکړ
author avatar
23 Mar 2019 - 16:13

کندهار (پژواک، ۳ وری ۹۸): په کندهار ښار کې لسګونو ښوونکو د خپلو معاشونو د ځنډ له امله اعتصاب وکړ.

دغه ښوونکي چې د حق الزحمې په بڼه پر دندو ګومارل شوي، د احمد شاه بابا لېسې مخې ته راټول شوي وو او ګواښ یې وکړ چې تر هغو به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي څو یې معاشونه نه وي ورکړل شوي.

دوی وايي، د ۱۳۹۷ لمریز کال له وږي میاشتې راهیسې یې معاش نه دی ورکړل شوی.

د محمد کبیر په نوم یوه ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی خو په دې موده کې یې د زده کوونکو حقونو ته په پام خپله دنده په مسوولیت ترسره کړې ده.

دی زیاتوي: ((ټولو ته معلومه ده چې د حق الزحمه ښوونکي معاش ۸ زره افغانۍ دی، خو همدا کم معاش مو میاشتې میاشتې ځنډېږي په داسې حال کې چې په هر یوه پسې کورنۍ پسې ده او له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.))

د ده په خبره، خپله دغه ستونزه یې په وار وار د پوهنې له ریاست سره شریکه کړې او هغوی د معاشونو د اجرا ژمنې ورکړي او دوی هم خپلو دندو ته دوام ورکړی، خو بالاخره اوس مجبور شول چې اعتصاب وکړي.

دی وايي، دغه ځل ټولو ښوونکو پرېکړه کړې، تر هغه مهاله چې د معاشونو د ځنډ ستونزه یې نه وي حل شوې، ټولګیو ته نه ځي او اعتصاب ته به دوام ورکوي.

د عبدالغني په نوم بل ښوونکي پژواک ته وویل، د معاشونو ځنډ له مالي ستونزو سره مخ کړي او د تدریس پر بهیر یې ناسم اغېز کړی.

دی هم وايي چې پوره شپږ میاشتې یې له معاش پرته خپله دنده مخې ته وړې، په داسې حال کې چې د ۶ کسیزې کورنۍ سرپرست هم دی او بله هېڅ راز عایداتي سرچینه نه لري.

د ده په خبره، د معاش د نه رسېدو له امله یې نه یوازې قرض اخیستی، بلکې د کور د څو میاشتو کرایه یې هم نه ده ورکړې.

نوموړي ګیله وکړه چې له یوې خوا د حق الزحمې په بڼه د ډېرو کمو پیسو په بدل کې دنده ترسره کوي خو له بلې خو همدا کمې پیسې هم پر وخت نه ورکول کېږي.

ده ادعا وکړه چې د پوهنې په ریاست کې د ناسمو سیالیو او رقابتونو له امله د حق الزحمه ښوونکو معاشونه ځنډېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.