ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کندوز کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي”

“کندوز کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي”

author avatar
23 Mar 2019 - 12:18
“کندوز کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي”
author avatar
23 Mar 2019 - 12:18

کندوز ښار (پژواک، ٣ ورى ٩٨): د کندوز د مرکز اړوند سيمو اوسېدونکي وايي چې د تېرې شپې په عملياتو کې د درېيو کورونو ١٢ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه عمليات له تېرو درېيو ورځو راهيسې د کندوز ښار اړوند سيمو او ګلتيپه کې روان دي.

د ښار اړوند د تلاوکې سيمې شاوخوا دوو سوو  اوسېدونکو نن (د وري ٣مه) د امام صاحب د بندر په سيمه کې لاريون وکړ او ادعا يې کوله چې د تېرې شپې په عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لاريون کوونکو يوه مشر حاجي رستم پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د عملياتو پر مهال د سيمې پر درېيو کورونو هوايي بريدونه شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ کسان وژل شوي او يو ټپي دى.

د نوموړي په وينا، دوى نن خپل مړي د ولايت مخې ته وړل، خو د امام صاحب په بندر کې امنيتي مسوولينو اجازه ورنه کړه.

د کندوز ولايتي شورا غړي مولوي خوش محمد نصرتيار چې د لاريون سيمې ته ورغلى و، پژواک ته ياد ملکي تلفات تاييد کړل.

هغه زياته کړه چې د سيمې خلکو ته يې قناعت ورکړ چې خپل مړي دفن کړي او له هغه وروسته به له ولايتي مسوولينو سره پر دې خبره کوي.

د مولوي نصرتيار په وينا، پخوا هم په دغه ولايت کې څو ځلې ملکي وګړي وژل شوي، خو مسوولين يې په دې اړه هېڅ جدي اقدامات نه کوي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل،  تېره شپه، کله چې ځواکونه له سيمې د وتلو په حال کې وو، ناڅاپه بيا جګړه ونښته چې له امله يې بمبار هم وشو.

سرچينې زياته کړه چې په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم ونډه لرله او دوى ته تر اوسه يواځې د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو او د یوه د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې دوى د ملکي تلفاتو ادعاوې جدي نيسي او په اړه يې څېړنې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.