ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د جګړې ښکېل لوري دې د سولې خبرو په جریان کې بریدونه ودروي

خلک: د جګړې ښکېل لوري دې د سولې خبرو په جریان کې بریدونه ودروي

author avatar
24 Mar 2019 - 16:57
خلک: د جګړې ښکېل لوري دې د سولې خبرو په جریان کې بریدونه ودروي
author avatar
24 Mar 2019 - 16:57

مزارشريف (پژواک، ٤ وری ۹۸): د بلخ ولايت لسګونو خلکو او يو شمېر مدني فعالانو د يوې اعتراضيه راټولېدنې پر مهال له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې روانو مذاکراتو ته په کتو دې بريدونه ودروي.

دوی د کابل او هلمند وروستي بريدونه وغندل او له حکومته يې هم غوښتنه وکړه چې د خلکو د خونديتوب لپاره دې اغېزمن ګامونه واخلي.

مدني او ټولنيز فعال ذبيح الله احساس په خپلو خبرو کې وويل چې هېڅ لوری د جګړې په زور بريا ته نه شي رسېدلای.

هغه زياته کړه چې د نوروز په ورځ په کابل او بيا تېره ورځ هلمند کې د بزګر ورځې جشن پر مراسمو بريدونو وښوده چې وسله وال مخالفين د عامو خلکو ژوند ته هېڅ ډول پام نه لري.

نوموړي د سولې د روانو مذاکراتو پر څرنګوالي هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې په دغه بهير کې د افغان حکومت نه شاملول خطرناکې پايلې لرلی شي.

احساس وويل: ((نړيوال لګيا دي يو ځل بيا تېره سهوه تکراروي، د سولې مذاکراتو کې د افغان حکومت نه شاملول د دې هڅه ده چې د ډاکتر نجيب د حکومت تجربه تکرار شي، پاکستان، امريکا او طالبان د ورته حالت رامنځته کېدو په لټه کې دي.))

هغه پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانانو له مشارکت پرته هېڅ څوک او هېڅ ډله د افغانستان پر سر د نوو توافقاتو د کولو حق نه لري.

مدني فعال مير رويين انصاري هم په خپلو خبرو کې وويل چې طالبان د سولې روانې پروسې ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((که طالبانو ته سولې ارزښت درلودای، نو د مذاکراتو پر مهال به يې پر عامو خلکو بريدونه نه کول، د هلمند د تېرې ورځې بريد وښوده چې د سولې په نوم روانې خبرې ښې نه دي روانې.))

انصاري وايي چې د افغانستان د تېرو څلورو لسيزو جګړو وښوده چې دغه جنګ ګټونکی نه لري او قربانيان يې يواځې افغان وګړي دي.

د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې غړی سيد محمد يزدان پرست پژواک ته وويل چې افغان امنيتي مسوولين بايد د خلکو د خونديتابه لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

نوموړي د کابل او هلمند بريدونو ته په اشارې وايي چې د امنيتي پرسونل په موجوديت کې وسله وال مخالفين څه ډول مهمو ځايونو ته ځان رسوي او بريدونه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.