جلال اباد (پژواک، ٤ ورى ٩٨): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ لېسه چې مخکې د داعش مهم مرکز و، له درېيو کلونو وروسته د زنګ په وهل کېدو پرانيستل شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې والي شاه محمود میاخېل، د پوهنې رييس حسيب شينواري، امنيه قوماندان او يو شمېر نورو ملکي او پوځي چارواکو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د نوي ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار د سړو سیمو ښوونیز کال د هسکې مینې ولسوالۍ په پاپين سیمه کې د هغه ښوونخي په پرانیستلو پیل شو چې له کلونو راهیسې په کې د ښوونځي د زنګ پر ځای په کې ډزې اورېدل کېدې.
د هسکې مېنې ولسوالۍ د پاپين مرکزي لېسې ودانۍ هم د تېرو جګړو له امله ړنګه شوې او اوس په کې د زده کوونکو لپاره په موقتي توګه خېمې درول شوې دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د نوي ښوونیز کال پیل ټولو ننګرهار مېشتو په ځانګړي ډول په سړو سیمو کې د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته مبارکې ورکړه او خوښي یې وښوده چې په دغه ولایت کې د سړو سیمو پوهنیز کال پیل د تړل شوو ښوونځیو په پرانیستلو سره په لرو پرته ولسوالۍ کې ترسره کوي .
هغه له خلکو وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې د ولسمشر په لارښوونه په زیانمنو سیمو کې د رغنیزو او نورو چارو ترسره کېدو په موخه سروې شوې او هیله یې وښوده چې د ښوونځیو ودانۍ، کلینيکونو، استنادي دېوالونو، سربندونو او نورو چارو په پیلېدو سره به کاري فرصتونه هم برابر شي.
میاخېل د هسکې مېنې ولسوالۍ له خلکو مننه وکړه چې په خپلو سیمو کې د کوکنارو کښت نه دی کړی، خو ټینګار یې وکړ چې د نشه یې توکو د قاچاق مخنیوی هم وشي؛ ځکه نوي سلنه ګټه یې نورو ته رسېږي او په ډاګه یې کړه چې د ځنګلونو د لرګیو او نور قاچاق کوونکو په وړاندې به جدي قانوني اقدامات ترسره کړي .
د ننګرهار د پوهنې ريیس حسیب الله شینواري وويل، د هسکې مېنې پاپين لېسه کې چې مخکې به ترې مرمۍ ورېدې، د جنګ مرکز و، له دې وروسته به ترې د پوهنې زنګ اورېدل کېږي او د علم په ګاڼه به زده کوونکي په کې وروزل شي .
هغه زیاته کړه، د دغه ولایت په سړو سیمو کې ۲۷۹ ښوونځي دي چې په کې د دېرش سلنه نجونو په ګډون ۱۵۰زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې نوی ښوونیز کال په دغه ولایت کې د ۱۷ تړل شوو ښوونځیو څخه د څلورو په پرانیستلو سره پيل شو.
د نوموړي په وينا، په نوي ښوونیز کال کې به په دغه ولایت کې دوه سوه ښوونخیو ته ودانۍ او احاطې جوړې کړي چې ۸ یې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې جوړېږي.
هغه په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې د ښوونکو او کتابونو کمبود، یو شمېر ښوونځیو ودانۍ لپاره د ځمکو نشتوالي او یو شمېر نورې ستونزې په ګوته کړې .
د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل پر بې ځايه شوو خلکو غږ وکړ چې خپلو سیمو ته د ژوند کولو په موخه را ستانه شي، دغه راز یې په امنیتي، پرمختیایي او یو شمېر نورو برخو کې هم وړاندیزونه وکړل .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن