ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا مسوولين: د تعليمي کيفيت ښه کولو ته کار کوو

د پکتيا مسوولين: د تعليمي کيفيت ښه کولو ته کار کوو

author avatar
24 Mar 2019 - 18:33
د پکتيا مسوولين: د تعليمي کيفيت ښه کولو ته کار کوو
author avatar
24 Mar 2019 - 18:33

ګردېز (پژواک، ٤ ورى ٩٨): د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي، سږکال به د تعليمي کيفيت ښه کولو ته زيات کار وکړي او په همدې لړ کې د ځينو ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې هم روانې دي.

دوی دا خبرې په وزې ځدراڼ ولسوالي کې چې د پوهنې او نورو برخو کې خورا محرومه پاتې شوې، د تعليمي کال د پيل په مراسمو کې وکړې.

د درې ځدراڼ ولسواليو شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ اوسېدونکي شکايت کوي چې د بيارغونې، پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې له پامه غورځول شوي دي.

دوی له دې ولسواليو څخه د تعليمي کال پيل ته خوښ او ورته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د دوی له ډلې د مدين په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونځيو او د هغوی د ودانيو نه شتون، د ښوونځيو لرې والی، د کتابونو کموالی او ورته نورې ستونزې يې د تعليم په لاره کې خنډ دي.

نوموړی وايي: ((دا زموږ د ولسوالي مرکزي لېسه ده، په خپلو سترګو يې ور، کړکۍ، مېز او هر څه وينئ چې په څه حال دي؟ نو تاسو فکر وکړئ چې په غره کې به زموږ څه حال وي؟ څومره ضرورتونه او څومره ستونزې به لرو؟))

د وزې ځدارڼ ولسوالي اوسېدونکی عابد وايي چې په درې ځدراڼ ولسواليو کې لومړنۍ لېسه تېر کال تاسيس شوه او د دولت له خوا د همدې نه پاملرنې له امله خلک له تعلیم څخه لرې پاتې شوي دي.

ده وويل: ((ستونزې ډېرې زياتې دي، مکتبونه ډېر کم دي. ټوله ولسوالي صرف دا یوه لېسه لري چې هغه هم تېر کال جوړه شوه.))

په ګردېز کې د يوولسم ټولګي زده کوونکی عصمت الله تسکين وايي چې د دولتي ښوونځيو تعليمي کيفيت په خورا ناوړه حالت کې دی او په کار ده چې د کميت تر څنګ د زده کړو کيفيت ته جدي پام وشي.

تسکين پژواک ته وويل: ((د تعليمي کيفيت د ښه والي لپاره ضرورتونه نه دي رفع شوي، عملي زده کړې نه لرو، ښه چاپېريال، مسلکي نارینه او ښځينه بېل ښوونکي کم دي، د درسونو او ښوونځيو د څارنې لپاره قوي سيستم نشته.))

هاجره د اتم ټولګي زده کوونکې د درسي کتابونو او ښځينه ښوونکو کموالی هغه ستونزې بولي، چې په خبره يې پر ښوونيز بهير ناوړه اغېز لري.

دا وايي: ((ښځو استاداتو ته ضرورت لرو، رياضي، انګلش او ځينې نورو کتابونه اوس هم نه لرو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.