کابل (پژواک،۴ وری ۹۸): د ولسي جرګې د پخواني غړي عبیدالله بارکزي د جنازې د مراسمو ویناوالو د سیمې استخابارات د نوموړي په ترور تورن کړل او غوښتنه یې وکړه چې د نوموړي د وژنې عاملان دې ونیول شي او جزا دې ورکړل شي.
په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو پخوانى استازى او د ۱۳۹۷ کال په ټاکنو کې له کابله د ولسي جرګې نوماند تېره ورځ د کندهار ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د عبیدالله بارکزي جسد نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي شورا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
په دغو مراسمو کې یو شمېر دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو او د عبیدالله بارکزي د کورنۍ غړو او دوستانو ګډون درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د عبیدالله بارکزي زوی حفیظ الله پاڅون هم د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په میاشت کې په کابل کې د هلمند د خلکو د استازي معلم میرولي پر کور د بریدکوونکو په برید کې وژل شوى و.
د بارکزي زوی محمد اسماعیل بارکزي د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې رسنیو ته وویل، پلار یې د سیمې استخباراتو له دې امله ترور کړ چې وطندوست و او په هېواد کې یې د سولې د تامین هڅې کولې.
هغه وویل، ولسمشر غني یې د فاتحې لپاره کورته ورغلی و.
نوموړي له ولسمشر څخه د مننې تر څنګ وويل: ((موږ د ملي یووالي حکومت په څو کلنه دوره کې څلور شهیدان ورکړل، او موږ یوولس وروڼه تیار یو چې د خپل پلار د لارې په تعقیب کې شهیدان شو، د پلار په شهادت مې ټول افغانان خپه شوي، پلار مې په یوه قوم او ولایت پورې مربوط نه و.))
محمد اسماعیل بارکزی چې د ملي اردو د هوايي انتقالاتو د کنډک قوماندان دی وايي، د پلار د مړینې عاملین یې باید ونیول شي او جزا ورکړل شي .
د افغانستان د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي فضل هادي وزین د یاد حزب په استازيتوب په نننیو مراسمو کې بارکزی مخلص او وطن دوسته کس وباله او ویې ویل، حکومت د دغه ډول وژنو د عاملانو په نیولو کې ناکام دی.
هغه له حکومته وغوښتل چې د عبیدالله بارکزي قاتلان ونيسي او جزا ورکړي.
د ولسي جرګې پخواني منشي عرفان الله عرفان وویل، عبیدالله بارکزی ملي او اسلامي ارزښتونو ته پابند شخص و او تل یې د عدالت غوښتنې لپاره غږ پورته کاوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن