ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې شپږ کسان د ځمکو د غصب په تور  ونيول شول

لوګر کې شپږ کسان د ځمکو د غصب په تور ونيول شول

author avatar
24 Mar 2019 - 17:29
لوګر کې شپږ کسان د ځمکو د غصب په تور  ونيول شول
author avatar
24 Mar 2019 - 17:29

پل علم (پژواک، ٤ ورى ٩٧): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې شپږ تنه يې د ځمکو د غصب په تور نيولي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د کب په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د مرکز اړوند د عمر اباد په سيمه کې شپږ تنه د دولتي ځمکې د غصب په تور نيولي دي.

هغه وايي: ((دغه کسان د ځمکو پر غصب عملاً بوخت وو چې د پوليسو له لوري ونيول شول.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په نيول شويو کسانو کې سلطان محمد، سليمان، محب الله، عبدالله، حزب الدين  او نادر شامل دي.

دى زياتوي، له نيول شويو کسانو دا مهال څېړنې روانې دي او وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

ده زياته کړه: ((امنيه قوماندان ټولو پوليسو ته امر کړى چې د دولتي ځمکو د غاصبينو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي، دستګير يې کړي او قانوني چلند ورسره وکړي.))

په همدې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې په تېرو ١٧ کلونو کې د مرکز په ګډون په دغه ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې ده.

هغه وايي: ((موږ د پوليسو دغه اقدام ستايو، خو دغه پروسه بايد جاري وساتي او له ټولو غاصبينو څخه بايد دولتي او د خلکو شخصي ځمکې بېرته را وګرځوي.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې څو ځلې په لوګر کې د ځمکو د غصب د مخنيوي کمپاين پيل شوې، خو سر ته نه دى رسېدلى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.