ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوېل کې د نري رنځ ۶۱ سلنه ناروغان ښځینه دي

په سوېل کې د نري رنځ ۶۱ سلنه ناروغان ښځینه دي

author avatar
24 Mar 2019 - 18:40
په سوېل کې د نري رنځ ۶۱ سلنه ناروغان ښځینه دي
author avatar
24 Mar 2019 - 18:40

کندهار (پژواک، ۴ وری ۹۸): ګل پيدا هغه ۴۵ کلنه مېرمن ده چې په مقاوم نري رنځ اخته ده او دا مهال په کندهار کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان اړوند د نري رنځ د ناروغانو د درملنې په ځانګړي مرکز کې تر درملنې لاندې ده.

نوموړې چې څو کاله له دغې ناروغۍ کړېدلې، پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي چې په دغه مرکز کې بستر او تر درملنې لاندې ده چې ورځ تر بلې یې روغتیايي وضعیت ښه کېږي.

دغه مېرمن د زابل د یوې ډېرې لرې پرتې غرنۍ سیمې اوسېدونکې ده، چېرې چې هیڅ راز روغتیايي اسانتیاوې نشته.

دا وايي، څو کلونه مخکې ورته ټوخی پيدا شو، خو دې ورته هومره توجه و نه کړه او فکر یې کاوه چې د عادي ټوخي ناروغي ده او په خپله به جوړه شي، خو کرار کرار یې دغه ناروغي داسې حد ته ورسېده چې له ژونده یې وایستله.

دې زیاته کړه: ((خوا به مې ګرځېده، دوامداره تبه مې کېدله، خوراک ته مې زړه نه کېده، ټوله ورځ به پرته وم، بې سېکه شوم ان تر دې چې له ځایه به پورته شوم، نو بېرته به ولوېدم.))

د دې په خبره، ژوند ډېر ورته ګران شو، د اولادونو پالنه او د کور کار ورڅخه پاتې وو او په خپل ځان اخته وه.

دا وايي، په داسې حال کې چې ناروغي یې اخري حد ته ورسېده، نو خاوند یې مجبور شو چې دا غزني ولایت ته د درملنې لپاره یوسي، هلته په یوه روغتون کې درې میاشتې بستر وه او ۱۸ میاشتې یې پر له پسې درمل وخوړل، خو جوړه نه شوه.

دغه راز دې یادونه وکړه چې وروسته د شاجوی په یوه روغتون کې یوه میاشت بستر وه، خو بیا یې هم په روغتیا کې هيڅ ښه والی نه راته او بالاخره یې خاوند مجبور شو چې د درملنې لپاره یې کندهار ته راولي.

دې وویل، دلته یې د نري رنځ د ناروغانو د درملنې ځانګړي مرکز ته مراجعه وکړه او بالاخره یې ناروغي تشخیص شوه چې په مقاوم نري رنځ اخته ده او دغه ناروغي په عادي درملنه او درملو نه جوړېږي.

دا وايي، شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي چې دلته بستر ده، ژوند ته یې هیله پیدا شوې او دا چې ورځ تر بلې ښه کېږي، نو زښته ډېره خوشحاله ده.

د دې په خبره، په دغه مرکز کې یې نه یواځې وړیا درملنه کېږي، بلکې خوراک، د استوګنې د ځای لګښت او د تګ راتګ کرایه هم ورکول کېږي.

دا یواځې ګل پیدا نه ده چې په دغې وژونکې ناروغي اخته شوې، بلکې په سوېلي زون کې د نري رنځ ۶۱ سلنه ناروغان ښځې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.