ښرنه (پژواک، ٤ ورى ٩٧): د پکتيکا د پوهنې رياست، ولايتي شورا او مدني ټولنو له لوري د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ښوونيز بهير د چټکتيا او ښوونځيو ته د ماشومانو د جلب او جذب په موخه کور په کور د زده کړو کمپاين پيل شو.
په دې اړه د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق د کب په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ښوونځيو کې د ماشومانو د شاملولو په موخه دوى نن کور په کور کمپاين پيل کړى دى.
هغه وايي: ((په دغه کمپاين کې د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړي هم له موږ سره برخه لري او موږ کور په کور ګرځو، له قومي مشرانو او خلکو غواړو چې خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.))
دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا غړي عزيز عزيز وويل چې له روانو ناخوالو د خلاصون يواځېنۍ لار زده کړې دي چې ټول يې بايد پر خپلو اولادونو وکړي.
ده د پکتيکا پر اوسېدونکو ټينګار وکړ چې د هلکانو تر څنګ نجونې هم ښوونځيو ته ولېږي.
په ورته وخت کې د مدني ټولنې غړي عظمت کټوازي پژواک ته وويل چې په دغه کمپاين خلکو هم له دوى سره برخه اخيستې او کور په کور ورسره ګرځېدلي دي.
ده وويل: ((ډېرو خلکو له موږ سره وعده کړې چې خپل بچيان ښوونځيو کې شاملوي او نور د پخوا په شان خپل بچي بېسواده نه پرېږدي.))
کټوازي پر حکومتي ادارو ټينګار وکړ چې د ماشومانو د زده کړو لپاره اړين چاپېريال او وسايل برابر کړي.
د يادونې ده، په پکتيکا کې دا مهال ٣٩٥ ښوونځي شته چې د پنځوسو زرو نجونو په ګډون ١٢٥زره کسان په کې زده کړې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن