ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې د ۳۲۵ ميليونه افغانيو په لګښت لسګونه پروژې پلې کېږي

جلال اباد ښار کې د ۳۲۵ ميليونه افغانيو په لګښت لسګونه پروژې پلې کېږي

author avatar
24 Mar 2019 - 18:44
جلال اباد ښار کې د ۳۲۵ ميليونه افغانيو په لګښت لسګونه پروژې پلې کېږي
author avatar
24 Mar 2019 - 18:44

جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۹۸):د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، روان کال کې به د ښاروالۍ، ولسي تړون او یو این هبیتات ادارې له لوري د ۳۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شي.

دوی وايي، دا پروژې به يواځې د ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې پلې شي چې ځينې يې اوس عملاً پيل شوې دي.

د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل یادې څرګندونې د وري په ۴مه د اوومې ناحیې لپاره د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د جوړې شوې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وکړې.

نوموړي زياته کړه، د اوومې ناحیې ودانۍ یې د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې په ۱۴سوه متره مربع ځمکه کې د ښاروالۍ له بودیجې څخه جوړه  کړې چې درې خونې، د غونډو یو تالار او نور  اړين ملحقات لري .

نوموړي زیاته کړه، د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د روان کال په ترڅ کې د ولسي تړون اړوند شوراګانو له لوري د ۲۲۰ میلیونه افغانیو، د یو این هبیتات اړوند ۶ شوراګانو له لوري د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو او د ښاروالۍ له لوري د اتیا میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې کیږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې فرعي سړکونه، ویالې، پلونه، درونټه کې د ځوانانو پارک، امرخېلو کلي سړک، دوه سرکې څخه تر سرخ دېواله پورې د سړک او یو ښوونځي جوړول شامل دي او د ګڼ شمېر پروژو کار یې عملاٌ تر کار لاندې دی .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو او اوسېدونکو وغوښتل، چې د مسوولیتونو له مخې له مسوولینو سره د نشه یې توکو، قاچاق، غصب، فساد، ناامنۍ او نورو غیر قانوني کړنو په  مخنیوي کې همکاري وکړي .

د اوومې ناحیې د ګذر مشر حیدرشاه وويل، د دغې ودانۍ تر جوړېدو وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخامخ و.

د دې غونډې په څنډه کې د اوومې ناحیې امر بریالی چلند هم په رسمي ډول د ناحیې منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.