ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د هلمند او کندهار پېښو د جدي څېړنې امر کړی

حکومت د هلمند او کندهار پېښو د جدي څېړنې امر کړی

author avatar
24 Mar 2019 - 14:23
حکومت د هلمند او کندهار پېښو د جدي څېړنې امر کړی
author avatar
24 Mar 2019 - 14:23

کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٧): د ملي امنيت شورا د هلمند د چاودنې او په کندهار کې د بارکزي د وژلو پېښو د څېړلو امر کړى دى.

د افغانستان د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله مُحب دغه بريد غندلى دى.

هغه زياته کړې، وسله والو په هلمند کې د بزګر ورځې نمانځنې په مراسمو او کندهار کې د اروزګان د خلکو په مخکني استازي عبیدالله بارکزي له بریدونو سره وښوده چې هېڅ راز اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن نه دي.

د نوموړي په وينا، بارکزی د خلکو غږ و او تل يې د سولې او ثبات تامین لپاره هلې ځلې کړې وې.

مُحب ويلي، وحشت او تاوتریخوالی د زغملو وړ نه دی او افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به په پوره مېړانه د ترهګرو ځپلو لړۍ جاري وساتي.

د ملي امنیت سلاکار سيمه ييزو امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د هلمند او کندهار د نننيو ترهګریزو بریدونو څرنګوالی معلوم او د عاملینو نيولو لپاره يې جدي هڅې وکړي.

بلخوا د اروزګان د خلکو د پخواني وکيل عبيدالله بارکزي وژنه په پراخه کچه غندل شوې، تر ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وروسته ګڼ شمېر دولتي چارواکو، سياسي مشرانو او عامو افغانانو پر دې پېښې سخته خواشيني او غبرګونه يې ښودلي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي بارکزي د وژنې په اړه په خپل پيغام کې خواشيني څرګنده کړې او دا يې د هېواد لپاره ستره ضايعه بللې ده.

کرزي ويلي چې عبیدالله بارکزی د هېواد مجاهد، وطنپال او پر خپلو ملي رسومو او عنعناتو مین شخصیت و چې د خپل خوږ عمر په اوږدو کې یې د خپلو خلکو لپاره، په ځانګړې توګه د سولې د ټینګښت په برخه کې بې ساري او د ستاینې وړ خدمتونه ترسره کړي وو.

دغه راز د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني، د ولسمشر کانديدان هر  يو حنيف اتمر ،  شيدا محمد ابدالي او يو شمېر نورو وزيرانو، چارواکو، واليانو او سياسيونو هم پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

سلګونو افغانانو په ټولنيزو شبکو کې په دې اړه څرګندونه کړې او لسګونو کسانو د خپلو عکسونو پر ځاى د بارکزي عکسونه لګولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.