کابل (پژواک،٤ ورى ٩٨) : د امريکا د سفارت مرستيالې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ته په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل.
د ولسمشر د دويم مرستيال له دفتر څخه د وري په ٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا د سفارت مرستیالې میرمن کرن ډیکر نن دويم مرستیال سرور دانش سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، دسفارت مرستيالې ددې کتنې پر مهال په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د سولې د خبرو د وروستیو پرمختګونو په اړه راپور ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه د سولې د خبرو په بهیر کې پر شفافیت، د سولې په پروسه کې ټولو دخیلو لوریو په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو او مدني بنسټونو ته د دقیقو معلوماتو پر رسولو ټینګار وشو.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په ټینګار سره وویل چې د سیاسي نظام، اساسي قانون، مدني بنسټونو، د بیان ازادي او د بشرحقونه د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې دي او په دې اړوند په افغانستان کې عمومي اجماع رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب د افغانستان حکومت په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن دی او په دې بهیر کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خپل اصلي لومړیتوب بولي.
مېرمن کرن هم وویل چې د افغانستان لاسته راوړنې د افغانستان د خلکو او د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان د خلکو د همکارانو د قربانیو حاصل دی او په دې برخه کې د افغانستان د خلکو اندېښنې د درک وړ دي.
سرور دانش په یاده لیدنه کې ويلي چې سولې ته د رسېدو په اړه د افغانستان حکومت له نړیوالو همکارانو سره یو دریځ او نظر لري او ټینګار کوي چې د سولې پروسه باید د افغانستان د خلکو او حکومت تر مدیریت لاندې مخته لاړه شي.
هغه د دیموکراتیکو بهیرونو دوام د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي وبلل او ویې ویل چې د افغانستان خلک، مدني بنسټونه او سیاسي جریانونه په دې هېواد کې د دیموکراتیکو ارزښتونو پر پیاوړتیا او دوام واحد نظر لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن