د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د درملیزو محصولاتو پر انلاین اعلانونو ونه غولېږئ!

د درملیزو محصولاتو پر انلاین اعلانونو ونه غولېږئ!

Mar 24, 2019 - 12:00

کابل(پژواک، ٤ وری ٩٨): په افغانستان کې د وزن کموالي، د ونې یا قد لوړوالي درمل، د سرطان واکسین او نورو په نوم د درملنې د محصولاتو لپاره غیر قانوني انلاین پلور او خبرتیاوې ترسره کېږي او ډاکتران ټینګار کوي چې خلک باید په دغو خبرتیاوو دوکه نه شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تېر کال د لېندۍ په ۱۶مه خبرپاڼه خپره کړې او په کې راغلي: ((ځينې دوکه کوونکي کسان په ټولنیزو شبکو کې په انلاین ډول د درملنې د یو شمېر محصولاتو د خرڅلاو لپاره تبلیغات کوي چې هېڅ علمي توجيه نه لري او د هېواد د قوانینو خلاف دي. په ظاهري بڼه د یادو درملو لپاره د وزن زیاتولو، د وزن کمولو، د جنسي تقویې او نورو برخو تبلیغات کېږي چې نه یوازې هېڅ ګټه نه لري، بلکې مالي او ځاني زیاتونه اړوي.))

فېسبوک پاڼو ته کتنه

پژواک خبري اژانس ټولنیزو پاڼو ته د تېرې یوې میاشتې په جریان کې د کتنې پر مهال موندلې چې اوس هم د یادو محصولاتو او ان د سرطان د واکسین په نوم چې تر اوسه په نړۍ کې نشته، د خرڅلاو لپاره تبلیغات کېږي.

د «طراوت و زيبايى» په نوم یوې پاڼې چې د سینګار د ځينو محصولاتو د خرڅلاو اعلانونه کوي، د درملو د یوه بوتل انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه درمل قد لوړوي.

دغه راز د «Brand Online Shopping Center» په نوم یوې بلې پاڼې داسې تابلیتونه معرفي کړي چې ګني په یوه میاشت کې له اتو تر ۱۲ کیلو وزن زیاتوي.

دغه راز د (RAHAT Online) په نوم یوې پاڼې داسې تابلیت اعلان کړي چې ګني وزن کموي.

د یادو پوسټونو په پای کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ځینو ځوانانو د دغه منعه شوو محصولاتو د کمیت، کیفیت او ورته د لاسرسي په اړه پوښتنې کړې او د یادې پاڼو کارکوونکي په داسې حال کې د دغه ډول محصولاتو ستاینه کوي چې د عامې روغتیا وزارت په خبره، دغه محصولات نه یوازې ګټه نه لري، بلکې ریان رسوونکي دي.

((ګټور نه دي))

سمیرا چې ۲۴ کاله عمر لري او د کابل ښار اوسېدونکې ده، وايي، د دې د ترور لور هم له وزن کموونکو درملو استفاده کړې ده.

هغې وویل: ((زیاتره درمل چې په افغانستان کې د وزن کمولو لپاره استفاده کېږي، نه یوازې دا چې وزن نه کموي، بلکې جانبي عوارض هم لري او د بېلابېلو ناروغیو په ځانګړې توګه پر بدن د لکو رامنځته کېدو سبب کېږي.))

د هغې په خبره، د نوموړې د ترور لور شاوخوا شپږ میاشتې د وزن کولو له تابلیتونو استفاده کړې وه، له واده او ځینو معایناتو وروسته معلومه شوې وه چې یاد تابلیتونه د هغې د چاغېدو سبب شوي دي.

د نوموړې په خبره، د ډنګروالي لپاره تر ټولو ښه درمل وزرش دی.

سمیرا زیاتوي، زیاتره نجونې له دې امله چې هلکان له چاغو نجونو سره واده نه کوي، د ډنګروالي تابلیت خوري.

غولوونکې خبرتیاوې

روغتیايي متخصصین هم له دې ډول درملو استفاده روغتیا ته زیان رسوونکې بولي او له خلکو غواړي چې د یادو درملو لپاره پر انلاین خبرتیاوو ونه غولېږي.

د عامې روغتیا متخصص ډاکتر، بشیر نورمل دا ډول خبرتیاوې غولوونکې بولي او له خلکو غواړي چې پرې ونه غولېږي.

هغه د سرطان ناروغۍ د واکسین د اعلان په اړه وايي، تر اوسه په نړۍ کې د سرطان واکسین نه دي جوړ شوی.

هغه زیاته کړه: ((هر کله چې د سرطان د واکسین په نوم دغه ډول توکي خرڅېږي، هغو کسانو ته لوی اقتصادي او روغتیايي تاوان پېښوي چې ترې استفاده کوي.))

هغه په ټینګار سره له خلکو وغوښتل چې د چاغوالي، ډنګرتوب او نورو مواردو لپاره له انلاین لارې درمل ونه پېري.

 

د نوموړي په خبره، هر څوک چې روغتیايي ستونزه ولري د درملنې لپاره دې ډاکتر ته لار شي، ځکه د ډاکتر له نسخې پرته درمل کولای شي د انسان روغتیا ته زیاتې ستونزې رامنځته کړي.

 

نباتي هرکاره درمل!

د اسیا «Asia Online Shopping» په نوم د یوې فېسبوک پاڼې د نباتي درملو په اعلان کې راغلي: ((که د بندونو (زنګانه، ملا، اوږو او غاړې) دردونه لرئ، موږ درته د دغه جانبي عوارضو نه لرونکو نباتي درملو وړاندیز کوو، د دغه محصول جادويي اغېز مو د تل لپاره له یادو ناروغیو خلاصوي.))

جالب ټکی دا دی چې د دغه پوسټ په پای کې ځینو فېسبوکیانو پوښتلي چې ایا دغه درمل د روماتیزم او ملا د ډسک لپاره هم ګټور دي؟ د پاڼې کارکوونکي په ځواب کې ورته لیکلي: ((هو سل په سلو کې نتیجه ورکوي.))

خو د وزیر محمد اکبرخان روغتون د هډوکو جراحي څانګې متخصص ډاکتر خلیل الله هوتخېل وايي، نباتي درمل هم جانبي عوارض لرلای شي او دا امکان نه لري چې هم روماتيزم او هم د ملا ډسک ته ګټور وي.

هغه زیاته کړه، د ملا ډسک یوه ناروغي ده چې ځانګړې درملنې ته اړتیا لري او جراحي عملیات یې کېږي.

یاد ډاکتران د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې د دغه ډول درملو د ناقانونه پلور مخه ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت: د بې قانونیو مخنیوی کوو

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحیدالله مایار وايي چې دغه وزارت مخکې یوه خبرپاڼه خپره کړې څو خلک له دغه ډول درملو استفاده ونه کړي.

هغه زیاته کړه: ((له وطنوالو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې ډېر دقت وکړي او له دغو درملو استفاده ونه کړي، داسې کسان دي چې یوازې د خلکو پیسې اخلي او درمل یې روغتیا ته زیان رسوي، که د بدن یوې برخې ته یې ګټه ورسوي، بلې برخې ته زیان رسوي.))

د هغه په خبره، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په همکارۍ په انلاین ډول د درملنې لپاره د ناقانونه محصولاتو د خرڅلاو مخه ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ادارې د بیولوژیکي محصولاتو د ثبت ټېم مسوولې ذکیه فکرت وايي، د ډاکتر له اجازې پرته په انلاني توګه د هېڅ درملو پلورل جواز نه لري.

هغې وویل، یادې ادارې د فېسبوک پر پاڼو د دې ډول خبرتیاوو له لیدو وروسته د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ په ۱۶مه یوه خبرپاڼه خپره کړه.

نوموړی وايي، اوس د دې ادارې د خبرتیاوو برخې د دغه سایټونو ادرسونه او نورې ځانګړتیاوې پېژندلې او د مخابراتو وزارت په مرسته به د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند سایر ځلاند وايي، د عامې روغتیا وزارت تر اوسه دغه موضوع له مخابراتو وزارت سره نه ده شریکه کړې خو د مخابراتو وزارت په دې برخه کې لازمې همکارۍ ته تیار دی.

انلاین پلورونکي: موږ ملامت نه یو

پژواک هڅه وکړه چې په راپور کې د یادو فېسبوک پاڼو له کارکوونکو سره اړیکه ټینګه کړي خو د دوی له ډلې له دوو کسانو سره اړیکه ټینګه شوه.

د اسیا انلاین فېسبوک پاڼې مسوول احمد میوند وویل، د وزن د زیاتېدو، کمېدو او د پوست د ښکلا ځيني درمل او د ويښتانو د تقویې شامپوګانې په انلاین توګه پلوري.

نوموړی په انلاین توګه د دغه ډول درملو د پلور د مخنیوي په اړه د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې په اړه وايي: ((ټولو درملتونونو ته چې ولاړ شئ، همدغه درمل په کې پلورل کېږي او ان د ډاکتر له نسخې پرته پلورل کېږي، زموږ ستونزه یوازې دا ده چې په انلاین توګه یې پلورو او محصول نه ورکوو، له همدې امله د عامې روغتیا وزارت پلمه لټوي.))

نوموړی زیاتوي: ((موږ ډاکتر لرو، فارمسست لرو او بله دا چې د دوی دا خبره چې دغه درمل جانبي عوارض لري او د انسان د مرګ لامل ګرځي، ناسمه ده. زموږ دغه درمل د نړۍ د مشهورو کمپنیو او ان د امریکا تولید دي، ایا هغوی داسې درمل تولیدوي چې د انسان د مړینې لامل شي؟))

د راحت انلاین انټرنېټي پاڼې مسوول چې د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه، په دې اړه چې ولې د ډاکتر له اجازې پرته درمل پلوري وویل، د دوی زیاتره توکي د پوستکي کریم، تېل او د وېښتانو شامپوګانې دي چې جانبي عوارض نه لري.

خو نوموړی وايي، د بدن د بندونو د درد په شمول ځیني نباتي درمل هم پلوري او دغه ډول درمل د ښار د زیاتره سیمو په یونايي درمل پلورنځيو کې هم پلورل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement