د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې ولسي حرکت: ولس دې د سولې لپاره راپورته شي

د سولې ولسي حرکت: ولس دې د سولې لپاره راپورته شي

Mar 24, 2019 - 17:23

جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۹۸): د سولې ولسي حرکت وايي، د ولس له بيدارۍ او راپورته کېدو پرته سوله نه شي راتلای؛ ځکه بل هېڅوک د سولې لپاره رښتينې اراده نه لري.

دوی دا څرګندونې د وري په ۴مه په جلال اباد ښار کې د سولې په تړاو جوړې شوې لويې ولسي غونډه کې وکړې.

د دې ډلې مشر اقبال خيبر وايي، له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې په ننګرهار کې دي او دلته يې بېلابېلو ولسواليو ته د سفرونو پر مهال هغوی خلک د سولې غوښتنې غږ پورته کولو ته وهڅول.

نوموړی زياتوي، نه هم دولت او نه هم وسله وال طالبان د سولې لپاره رښتينې اراده لري، نو ځکه يې کوښښ دا دی چې د سولې غوښتو لپاره ولس راپورته کړي او دوی د سولې ناره پورته کړي.

سپين ږيری ادم خان چې له غزني ولايته د سولې له ولسي حرکت سره ملګری شوی وايي، تر هغه وخته چې سوله نه وي راغلې، کور ته نه ستنېږي.

نوموړي پر حکومت او طالبانو دواړو غږ وکړ چې د سولې لپاره رښتينی ګام پورته کړي.

د ادم خان کوچنی زوی حکمت الله هم د سولې ولسي حرکت کوچنی غړی دی، دی وايي، کله چې طالبانو ته د سولې لپاره ورغلل، هغوی ورته وويل، تر هغه سوله نه کوي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي.

غونډې ته د ننګرهار له بېلابېلو سيمو ګڼ شمېر خلک راغلي وو او ټولو له طالبانو د سولې غوښتنه کوله.

د دوی له ډلې د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالستار وويل، سيمه يې يو ځل د طالب، بل ځل د داعش او بل ځل هم د دواړو ترمنځ په خپلمنځي جګړو کې ډېره وځپل شوه او نور نه غواړي سيمه کې يې جنګ وي.

بلخوا له يادې غونډې وروسته د سولې ولسي حرکت غړو او د ننګرهار لسګونو مينه والو يې په جلال اباد کې غذايي اعتصاب پيل کړى دى.

د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست پژواک ته وويل، حکومت په قصدي توګه په ياده غونډه کې د دوى د سلګونو پلويانو د ګډون مخه نيولې ده.

د سولې ولسي حرکت تېر کال همدا ورځې په هلمند کې پيل شو، غړي يې تر کابل پلي راغلل، بېرته تر مزار او دا دی اوس ننګرهار ته راغلي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement