جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۹۸): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، خو د سيمې خلک وايي چې په دغو عملیاتو کې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي او پنځه نور یادو ځواکونو له ځان سره بیولي دي.
د ننګرهار ولايتي اداره یاد عمليات تاييدوي او وايي چې د وژل شوو د هويت په اړه څېړنې پيل شوې دي.
يو شمېر مدني فعالانو او د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکو د دغو عملياتو په غبرګون کې نن (د وري ۴مه) په جلال اباد ښار کې د ولايت مقام مخې ته لاريون کړی دی.
د لاريون يوه تنظيموونکي او د بهسودو ولسوالۍ د ځوانانو اصلاحي ټولنې مشر رييس خان غرني پژواک ته وويل، تېره شپه د ملي امنيت اړوند د ۰۲ په نوم ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ په ګردي کڅ سيمه کې پر يوه حجره عمليات کړي دي.
دی وايي، په عملياتو کې له کابله د راغلو ځينو مېلمنو په ګډون پنځه کسان وژل شوي، درې نور ټپيان دي او دغه راز پنځه کسان يې بیولي دي.
د لاريون يو بل ګډونوال او مدني فعال برهان سيرت له ولايتي ادارې د دې پېښې د څېړلو غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د وژل شوو کسانو په اړه دې ثبوتونه ورته وړاندې کړي چې له کومو وسله والو ډلو سره يې لاس درلود.
دغه راز د لاريون يوه بل ګډونوال خيرالرحمن مومند وويل، حکومت سره له دې چې بې ګناه وګړي يې وژلي، د دوی د مظاهرې د مخنيوي هڅه يې هم کړې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ غوښتل چې د وژل شوو کسانو جسدونه د ولايت مخې ته راوړو او دلته خپل غږ پورته کړو؛ خو جسدونه ښار ته راپرې نه ښودل شول، اوس دا دی له دې ځايه هم موږ وشړل شوو.))
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه عمليات ترسره کړي، خو دا چې په عملياتو کې څوک وژل شوي، د والي په لارښوونه يې په اړه پلټنې کېږي.
يوې بلې باوري حکومتي سرچينې بيا پژواک ته د نوم نه اخيستو په شرط ويلي چې په پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.
په دې وروستيو کې د ختيځ په کچه د دولتي ځواکونو په عملياتو کې ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
تر دې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار په حصارک او د لغمان په بادپښ کې هم د همدغو ځواکونو په عملياتو کې نورو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن