د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا مسوولين: د تعليمي کيفيت ښه کولو ته کار کوو

د پکتيا مسوولين: د تعليمي کيفيت ښه کولو ته کار کوو

Mar 24, 2019 - 18:33

ګردېز (پژواک، ٤ ورى ٩٨): د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي، سږکال به د تعليمي کيفيت ښه کولو ته زيات کار وکړي او په همدې لړ کې د ځينو ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې هم روانې دي.

دوی دا خبرې په وزې ځدراڼ ولسوالي کې چې د پوهنې او نورو برخو کې خورا محرومه پاتې شوې، د تعليمي کال د پيل په مراسمو کې وکړې.

د درې ځدراڼ ولسواليو شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ اوسېدونکي شکايت کوي چې د بيارغونې، پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې له پامه غورځول شوي دي.

دوی له دې ولسواليو څخه د تعليمي کال پيل ته خوښ او ورته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د دوی له ډلې د مدين په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونځيو او د هغوی د ودانيو نه شتون، د ښوونځيو لرې والی، د کتابونو کموالی او ورته نورې ستونزې يې د تعليم په لاره کې خنډ دي.

نوموړی وايي: ((دا زموږ د ولسوالي مرکزي لېسه ده، په خپلو سترګو يې ور، کړکۍ، مېز او هر څه وينئ چې په څه حال دي؟ نو تاسو فکر وکړئ چې په غره کې به زموږ څه حال وي؟ څومره ضرورتونه او څومره ستونزې به لرو؟))

د وزې ځدارڼ ولسوالي اوسېدونکی عابد وايي چې په درې ځدراڼ ولسواليو کې لومړنۍ لېسه تېر کال تاسيس شوه او د دولت له خوا د همدې نه پاملرنې له امله خلک له تعلیم څخه لرې پاتې شوي دي.

ده وويل: ((ستونزې ډېرې زياتې دي، مکتبونه ډېر کم دي. ټوله ولسوالي صرف دا یوه لېسه لري چې هغه هم تېر کال جوړه شوه.))

په ګردېز کې د يوولسم ټولګي زده کوونکی عصمت الله تسکين وايي چې د دولتي ښوونځيو تعليمي کيفيت په خورا ناوړه حالت کې دی او په کار ده چې د کميت تر څنګ د زده کړو کيفيت ته جدي پام وشي.

تسکين پژواک ته وويل: ((د تعليمي کيفيت د ښه والي لپاره ضرورتونه نه دي رفع شوي، عملي زده کړې نه لرو، ښه چاپېريال، مسلکي نارینه او ښځينه بېل ښوونکي کم دي، د درسونو او ښوونځيو د څارنې لپاره قوي سيستم نشته.))

هاجره د اتم ټولګي زده کوونکې د درسي کتابونو او ښځينه ښوونکو کموالی هغه ستونزې بولي، چې په خبره يې پر ښوونيز بهير ناوړه اغېز لري.

دا وايي: ((ښځو استاداتو ته ضرورت لرو، رياضي، انګلش او ځينې نورو کتابونه اوس هم نه لرو.))

خو د پکتيا د پوهنې رييس کوچی ځاځی وايي چې سږکال به په مرکز او ولسواليو کې تر دېرش زياتو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي او د ښوونيز کيفيت ښه کولو ته يې هم پام زيات کړی دی.

ځاځي پژواک ته وويل چې په تېرو اوولس کلونو کې ځدراڼ ولسواليو ته پام نه دی شوی او هڅه کوي د متوازن معارف لپاره دې ولسواليو ته هم پام وکړي.

نوموړی زياتوي: ((زه په ډاډ ويلی شم چې ځدراڼو ته به زيات کار وکړو؛ ځکه وايم چې ځدراڼو ته په تېرو اوولس کلونو کې چا په معارف کې کار نه دی کړی، ستاسو هر وړانديز او غوښتنه چې وي، له موږ سره يې شريکه کړئ، ان شاءالله کار به پرې کوو.))

د پوهنې وزير ميرويس بلخي هم ګردېز ته په خپل وروستي سفر کې د تعليمي نصاب او زده کړو کيفيت ټيټ او ناکافي بللی و او ويلي يې و، چې د ښوونې پر کيفيت لوړونې يې کار پيل کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement